ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې به د تېر پړاو په پرتله ټاکنيز مرکزونه ډېر وي

ننګرهار کې به د تېر پړاو په پرتله ټاکنيز مرکزونه ډېر وي

author avatar
12 Jun 2014 - 11:33
ننګرهار کې به د تېر پړاو په پرتله ټاکنيز مرکزونه ډېر وي
author avatar
12 Jun 2014 - 11:33

جلال اباد (پژواک ٢٢ غبرګولى ٩٣): د ننګرهار د ټاکنو د سيمه ييز دفتر چارواکي وايي، چې د ټاکنو په دويم پړاو کې به ٣٩٣ مرکزونه فعال وي.

د ننګرهار د ټاکنو د سيمه ييز دفتر رييس خواجه امين الله فضلي د غبرګولي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې په ټول ننګرهار کې ٣٨٣ مرکزونه فعال وو او يو شمېر تړلي پاتې شوي وو.

نوموړي وويل چې دغه ځل به په ټول ننګرهار کې ٣٩٣ مرکزونه فعال وي او له دوى سره امنيتي ځواکونو ژمنه کړې چې د يادو مرکزونو امنيت به خوندي کوي.

فضلي زياته کړه: ((اته مرکزونه امنيتي ځواکونو د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې له لوړ تهديد څخه راښکته کړي او دوه نور د دفاع وزارت موږ ته اعلان کړى دى.))

دى وايي چې ګڼ شمېر ولسواليو ته يې ټاکنيز مواد انتقال کړي او د يو شمېر ولسواليو انتقال يې جريان لري.

د رييس په خبره، چې د ننګرهار درېيو ولسواليو ته يې اکمالات د هوا له لارې کړي او دوى هيله من دي چې د تېر په پرتله به دغه ځل د ننګرهار ګڼ ولسونه په ټاکنو کې ونډه واخلي او دوى ورته پوره چمتووالى لري.

د فضلي په وينا، تر دې مهاله له کومې لويې ستونزې سره نه دي مخ شوي او دوى هم هڅه کوي چې خنډونه له منځه يوسي.

نوموړي له امنيتي ځواکونو هم وغوښتل چې بايد يواځې او يواځې د ټاکنيزو سايټونو امنيت خوندي کړي او بايد له ټاکنيز سايټ څخه سل متره لرې ولاړ وي.

ده زياته کړه: ((له موږ سره امنيتي ځواکونو ژمنه کړې چې دوى به يواځې او يواځې امنيت خوندي کوي او د ټاکنو په پروسې کې به کومه مداخله نه کوي.))

د ټاکنو د سيمه ييز دفتر مسوول وويل چې په ولسواليو کې يې د محلونو کار کوونکي هم ټاکلي دي او په ځينو ولسواليو کې يې دا چاره په بشپړېدو ده.

دى وايي چې که څه هم په لومړي دور کې دى نه و، خو يو شمېر ستونزې موجودې وې چې په ځينو محلونو کې راى پاڼې کمې شوې وې، نو په دې خاطر چې دا ستونزه له منځه ولاړه شي، په ګڼ مېشتو سيمو کې يې محلونه اضافه کړي دي.

ده وويل: ((موږ ٩٦ محلونه په هغو سيمو کې زيات کړل په کومو کې چې د اوسېدونکو نفوس زيات وو.))

ده اندېښنه څرګنده کړه، چې په يو شمېر سيمو کې د هماغې سيمو يو شمېر اشخاصو د ټاکنو کمېسيون کار کوونکي هم ګواښلي خو دا موضوع يې د ولايت له مقام سره شريکه کړې ده.

بلخوا د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد هم پوره ډاډ وښود چې دوى د ټاکنو د امنيت د خوندې کېدا لپاره له وړاندې عمليات ترسره کړي او بيا به هم هڅه کوي چې امنيت خوندي وساتي.

هغه زياته کړه: ((موږ په پوره قوي ځواک سره امنيت خوندي کړى او ډاډ ورکوو چې ټاکنې به په ارامه فضاء کې ترسره کېږي.))

ټاکل شوې چې د راتلونکې شنبې په ورځ په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ دويم دور ټاکنې د ډاکتر عبدالله عبدالله او ډاکتر اشرف غني ترمنځ ترسره شي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.