ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوناما: د ټاکنو بريالى ټيم دې سيال ټيم په انزوا کې نه پرېږدي

يوناما: د ټاکنو بريالى ټيم دې سيال ټيم په انزوا کې نه پرېږدي

author avatar
12 Jun 2014 - 17:00
يوناما: د ټاکنو بريالى ټيم دې سيال ټيم په انزوا کې نه پرېږدي
author avatar
12 Jun 2014 - 17:00

کابل (پژواک ٢٢ غبرګولى ٩٣): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د معاونت د پلاوي دفتر وايي، چې د ولسمشرۍ دواړه نوماندان بايد د راتلونکو ټاکنو پايلو ته درناوى ولري او هر نوماند چې په دغو ټاکنو کې بريالى شي، بايد خپل سيال ټيم انزوا ته پرې نه ږدي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي يان کوبيش وايي، چې د ټاکنيزو کمېسيونونو کارونه په لومړي پړاو ټاکنو کې پر برياليتوب سربېره له عيب او نيمګړتياوو خالي نه و، خو دغه نيمګړتياوې او ستونزې بايد په دويم پړاو کې اصلاح شي.

نوموړي نن په يوه خبري ناسته کې زياته کړه، له شک پرته په دويم پړاو ټاکنو کې به هم يو لړ ستونزې او پوښتنې شتون ولري، خو نوماندان بايد د ټاکنو د پروسې اصل او د ټاکنيزو کمېسيونونو کار ته درناوى وکړي او له هر ډول اعلاميو او وړاندوينو ډډه وکړي، ځکه وړاندوينې د خلکو احساسات راپاروي او د هېواد اوضاع له ګواښ سره مخ کوي، چې دا ټول د افغانستان په ګټه نه دي.

کوبيش زياته کړه: “دې ته په نه پاملرنې چې بريالي کېږي، دلته راتلونکى او د هېواد ثبات مطرح دى او د هېواد راتلونکي او ثبات ته په پام سره بايد دواړه نوماندان په ګډه دا ډول ستونزو او پوښتنو ته يوه حل لاره پيدا کړي.”

د ملګرو ملتونو سازمان دغه غړي ټينګار وکړ، چې دواړه نوماندان د ټاکنو پايلې بايد ومني او هر څوک چې بريالى کېږي بايد خپل سيال ټيم په انزوا کې پرې نه .دي او داسې لارې چارې ولټوي، چې د خپل هېواد د ښه راتلونکي لپاره دويم ټيم هم له دوى سره په ګډه کار وکړي.

نوموړي د دواړو نوماندانو له ملاتړ کوونکو وغوښتل، چې درغلۍ ونه کړي او په ټاکنو کې له لاسوهنې ډډه وکړي، يوازې د خپلې خوښې وړ کانديد ته رايه ورکړي او نور کسان هم درغلۍ کولو ته پرې نه ږدي.

دواړه نوماندان پر دې سربېره بايد له دواړو ټاکنيزو کمېسيونونو سره همکاري وکړي او د پروسې د ښه والي لپاره خپل وړانديزونه مطرح کړي.

کوبيش وويل، د دواړو نوماندانو ملاتړ کوونکي چې په ټاکنيزو او امنيتي بنسټونو او دولتي پوسټونو کې دنده کوي، د خپلې رايې د ورکړې له حق ګټه پورته کړي او که چېرې درغلۍ ته لمن وهي نو خپلو مسووليتونو ته د بې احترامۍ په مانا به وي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي، د کميسيونونو کار کوونکو ته په خپل پيغام کې وويل، چې ټاکنيز کارکوونکي بايد له خپلو مسووليتونو خبر وي او په بې پرې ډول خپلې دندې ترسره کړي، ځکه د دغه هېواد برخليک د دوى په لاسونو کې دى او بايد د زورواکو د زور تر اغېز لاندې را نه شي او هڅه وکړي چې د خلکو د ريښتيني خدمتګار په توګه کار وکړي.

نوموړي له ګاونډيو هېوادونو هم وغوښتل، چې د افغانستان د ټاکنو په ترسره کولو کې مرسته وکړي او پرېږدي، چې ټاکنې د امن په فضا کې ترسره شي.

کوبيش د نړيوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امريکا د دريځ په اړه وويل: “په څرګنده ويلى شم چې په ټاکنو کې به د امريکا له لوري هيڅ ډول لاسونه هم شتون ونه لري، نړيواله ټولنه په بشپړ ډول بې پلوه ده او د ټاکنو د ښې پايلې په هيله ده او دوى له دې پروسې ملاتړ کوي او هيله من دي، چې په دې اړه افغانان په خپله خپل تصميم ونيسي.”

نوموړي له خلکو هم وغوښتل، چې د خپل ښه راتلونکي او د ماشومانو د برخليک ټاکلو لپاره له ګواښونو او ستونزو سره سره په ټاکنو کې ګډون وکړي او رايه ورکړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.