ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلکو د مچلغو سړک د جوړېدو چارې ودرولې

خلکو د مچلغو سړک د جوړېدو چارې ودرولې

author avatar
13 Jun 2014 - 16:55
خلکو د مچلغو سړک د جوړېدو چارې ودرولې
author avatar
13 Jun 2014 - 16:55

ګردېز( پژواک ٢٣ غبرګولى ٩٣): د پکتيا ولايت د احمدابا ولسوالۍ د مچلغو سیمي اوسيدونکو ديادې سيمې  د سړک چارې د بې کيفته جوړ يدو له امله ودرولې.

د دې سيمې اوسيدونکي وايي، د دې سړک چارې ېې ځکه بندې کړې ،چې د پروپزل په اساس په بنسټيز ډول سره نه جوړ ېده.

ددغه سړک اوږدوالی شاوخوا پنځلس کيلومتره دی ،چې د احمد ابا له ولسوالۍڅخه دمچلغو تر بند پورې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي .

د احمدابا ولسوالۍ يو تن اوسيدونکي حاجي رحيم وايي،ددې سړک دجوړيدو مالي لګښت ۲۳ ميليونه افغانۍ ټاکل شوی و، خو اوس ېې دوهم لاس تړون  ته په څلور ميليونه افغانۍ  ورکړی دی .

دى وايي چې  ددې  سړک پلنوالي ۱۲ متره دی ،خو قراردادي شرکت يې په ځينو سيمو کې ۶ متره جوړوي او د سړک په اوږدو کې چې کوم پلچکونه او استنادي ديوالونه جوړيږي، هغه هم نه دي  جوړ شوي

هغه دا ډول کار په ښکاره فساد بولي او وايي چاته به  اجازه ورنکړي چې د ولس پيسې کورونو ته يوسي.

ديادې سميې يو بل تن اوسيدونکی نظرالدين وايي، ددې سړک نورې چارې هم نيمګړي دي او لکه څنګه ،چې په پروپوزل کې ليکل شوي،هسې نه دى  پر مخ وړل شوې .

هغه وايي، تر هغه پورې ،چې ددې سړک قراردادي شرکت،  پخوانۍ اوراتلونکې چارې سمې نه کړي نو دوی به ورته دکار داجازه ورنکړي .

خو د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي بيا وايي،چې  د دې سړک د جوړولو د څارنې لپاره د خصوصي سکتور چارواکيو ته يې  ويلي چې د دې سړک چارې و ارزوي.

دى وايي ،چې  دوی به  هيچاته اجازه ورنکړي چې بې کيفيته سړک جوړ کړي.

د مچلغو دسیمې اوسيدونکي په لومړي ځل پکتيا کې په يو سړک کې د فساد د مخنيوي په خاطر د سړک چارې دروي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.