ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درې وسله وال ووژل شول

درې وسله وال ووژل شول

author avatar
14 Jun 2014 - 13:21
درې وسله وال ووژل شول
author avatar
14 Jun 2014 - 13:21

ګردېز(پژواک ٢٤غبرګولى):په پکتيا کې درې تنه هغه وسله وال په چاودنو کې ووژل شول،چې ګردېز  ښار ته يې چاودېدونکي توکي انتقالول. دوى د ټاکنو پر مرکزونو د بريد پلان درلود.

د ياد ولايت امنيه قوماندان  مل پاسوال زلمى اورياخېل د غبرګولي په ٢٤پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار مهال د ګردېز ښار اړوند د “ابراهيم خېلو” په سيمه کې دوه تنه، چې پر موټر سايکل يې چاودېدونکي توکي لېږدول، دغه توکي پرې چاودېدلي او دواړه په کې وژل شوي دي.

اورياخېل وايي، په ورته يوه بله پېښه کې د ښار اړوند د “رُباط” په سيمه کې يو بل وسله وال، چې پر موټر سايکل يې چاودېدونکي توکي راانتقالول چاودنه پرې شوې او په کې وژل شوى دى.

امنيه قوماندان وويل،دې کسانو غوښتل دا چاودېدونکي توکي ښار ته انتقال کړي او په دې ولايت کې پرې د ټاکنو پروسه ګډه وډه کړي.

پکتيا ولايت کې د رايې ورکولو ٢١٢ مرکزونه دي، چې د چارواکو په خبره ، ټول يې فعال او ټاکنې په کې روانې دي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.