ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستانى: په هر صورت خپله رايه وکاروئ

نورستانى: په هر صورت خپله رايه وکاروئ

author avatar
14 Jun 2014 - 09:35
نورستانى: په هر صورت خپله رايه وکاروئ
author avatar
14 Jun 2014 - 09:35

کابل (پژواک ٢٤غبرګولی ٩٣): د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس احمدیوسف نورستاني له  ټولو هغو خلکو چې د رایې ورکولو له شرايطو سره برابر وي، وغوښتل چې د امنیتي ننګونې په  پام کې نه نيولو سره د هېواد د راتلونکې زعيم د ټاکلو لپاره خپله رايه وکاروي.

نورستاني نن سهار اوه بجې خپله رایه صندوق ته واچوله او په دې توګه یې د رایې ورکونې لړۍ په رسمي بڼه پیل کړه.

نورستاني له خبریالانو سره په خبروکې له ټولو خلکو وغوښتل چې د ټاکنو  د لومړي پړاو په څېر په  په دغه پړاو کې هم پراخ ګډون وکړي.

نوموړي وویل: ((زما پیغام د افغانستان خلکو ته دا دی چې په هر ځای کې چې دي او هغه کسان  چې د رایې ورکونې کارت یې اخیستی او په شرایطو برابر دي، باید د رایې ورکونې صندوقونو ته  ولاړ شي او  یو ځل  بیا ثابته کړي چې د افغانستان شریف خلک د امنیتي او نورو ستونزو سره سره خپل برخلیک ټاکي.))

نوموړي له امنیتي  ځواکونو د ټاکنو د دویم پړاو د امنیت د  ټينګښت له امله قدرداني وکړه او له  هغوی یې وغوښتل چې باید د رایې ورکونې سیمو ته دننه نه شي او د هغو سيمو امنيت په سمه توګه خوندي کړي کومې چې ورته سپارل شوې دي.

نورستاني وویل چې د رایې ورکونې ٦٣٦٥ مرکزونه چې ۲۳زره  محلونه لري، د هېواد په ګوټ ګوټ کې فعال دي او  دغه ځل کمېسیون دغو محلونو ته په  کافي اندازه رای پاڼې لېږلې دي تر څو د تېر ځل په شان له کمبود سره مخ نه شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس زیاته کړه چې د تېرو تجربو په پام کې نیولو سره به دغه ځل ټاکنې د لومړي ځل په نسبت رڼې ترسره شي او که د کمېسیون کوم کارکوونکی  تقلب وکړي یا د کوم نوماند په  ګټه کار وکړي د پولیسو له لوري به  ونیول شي او  عدلي او  قضایي ارګانونو  ته به  ور وپېژندل شي.

نوموړي د پکتیکا ولایت د  برمل په ولسوالۍ کې د درغلیو په اړه وویل: ((موږ پرون داسې راپورونه ترلاسه کړل، د  هغې په  اړه څېړنې روانې دي، بېلابېل  نظرونه یې په اړه شتون لري او تر اوسه په کره توګه څرګنده شوې نه ده چې امنیتي ځواکونو صندوقونه د چا په ګټه  ډک کړي دي او یا یې د بل نوماند د  بدنامولو لپاره دغه کار کړی دی.))

د ټاکنو په دویم پړاو  کې دوه نوماندان ډاکتر اشرف غني  احمدزی او ډاکتر عبدالله عبدالله له یو بل سره سیالي کوي.

ټاکل  شوې د دغو ټاکنو  وروستۍ پایلې د چنګاښ په ۳۱مه اعلان شي.

د ولسمشرۍ ټاکنې وروسته له هغه دویم  پړاو  ته ولاړې چې د ټاکنو  په لومړي پړاو کې یوه نوماند هم ونه شو کولای د ټولو کارول شوو رایو  تر پنځوس  سلنې زیاتې رايې ترلاسه  کړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.