ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نوى ولسمشر دې معلولين نه هېروي

نوى ولسمشر دې معلولين نه هېروي

author avatar
14 Jun 2014 - 23:53
نوى ولسمشر دې معلولين نه هېروي
author avatar
14 Jun 2014 - 23:53

کندوز-باميان (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): دوه معلولين چې په کندوز او باميانو ولايتونو کې يې په پوره مينه او لېوالتيا رايه ورکړې، وايي چې راتلونکى حکومت دې معلولينو ته کلکه پاملرنه وکړي او دوى دې له ناوړه حالت څخه را وباسي.

٣٥ کلن حضرت الله په کندوز ښار کې د حضرت علي کرم الله وجهه لېسې د رايې اچونې مرکز ته راغلى او وايي، چې د ١٣٧٠ لسيزې په کورنيو جګړو کې يې د راکټ لګېدو له امله يوه پښه له لاسه ورکړې او اوس غواړي چې د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړي.

 د جګړه دغه قرباني، چې د خپلې اوه کسيزې کورنۍ اقتصادي اړتياوې د بوټ ګنډنې له لارې پوره کوي، پژواک خبري اژانس ته وويل: ((په يوه پښه د رايې تر صندوقونو راغلم او هيله لرم چې راتلونکى ولسمشر موږ بېچاره او بېوزلو معلولينو ته فکر وکړي.))

هغه زياته کړه، چې هر ورځ کار نه پيدا کېږي، د ماشومانو د هيلو سترګې ده ته ور اوښتې، دى په خورا سختۍ سره بوټ ګنډي او کورنۍ ته يې يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کوي.

حضرت الله چې خپل تېر يې په سترګو کې ځلېده، زياته کړه چې د خلکو او کورنۍ په هڅونه يې د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړې او له هغه غواړي چې که چېرته بريالى شي، نو د تېرو ١٣ کلونو غوندې دې معلولين او معيوبين نه هېروي.

دغه معلول ورځ تر بلې زياتېدونکې اقتصادي ستونزې، د دولت له خوا يې د ستونزو نه حل کول، له حقونو يې سترګې پټول او د ځينو کسانو له خوا ورته په سپکاوي کتل هغه ستونزې وبللې چې سخت ترې ځورېږي.

هغه وويل: ((موږ ناتوان نه يو، کولى شو د سالمو افرادو غوندې کار  او غريبي وکړو، څو لاس مو نورو ته ونه غځېږي.))

د باميان په مرکز کې د هلکانو په لېسه کې يو بل معلول رايه کوونکي نعمت الله هم د دغه قشر د ستونزو د حل غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې د يوه افغان په توګه يې په ډېره لېوالتيا رايه ورکړې او غواړي چې د هېواد په سياسي برخليک کې ونډه ولري.

دغه ٥٥ کلن معلول زياته کړه، چې يوه پښه يې د شوروي يرغل پر مهال له لاسه ورکړې اوهيله لري چې معلولينو ته د انسان په سترګه وکتل شي او دوى له ګوښه توب او سپکاوي وژغوري.

نعمت الله، چې د خپل ځانګړي بايسکل په وسيله يې د زرګرانو له سيمې د رايې ورکونې تر مرکز پورې دوه کيلومتره واټن وهلى وويل: ((په تېرو ١٣ کلونو کې له حکومت سره د معلولينو فکر نه و، دغه ځل مو هم رايه ورکړه او هيله من يم چې له اوسني ستونزمن ژوند نه خلاص شو.))

نوموړى چې کله د رايې ورکونې مرکز ته را ننوت، رايه ورکوونکي پر ليکه ولاړ وو، خو ده ته يې د معلوليت له امله نوبت ورکړ.

نعمت الله زياته کړه، چې اته کسيزه کورنۍ لري، کار نه شي کولى، يواځې يو ځان زوى يې د کار وړتيا لري، خو اقتصادي ستونزې يې په کار کولو سره نه حل کېږي.

دغه معلوم له يوه اسوېلي کښلو سره وويل: ((غواړم، يو زړه سواندى ولسمشر راشي او موږ له دربدريو څخه وژغوري.))

په ولسي جرګه کې د معلولينو، معيوبينو او د شهيدانو د کورنيو کمېسيون د شمېرو له مخې، اوسمهال په ټول هېواد کې له ٨٠٠ زيات معلولين او معيوبين شته چې ٤١ سلنه يې ښځې جوړوي.

معلولين د کار، روزنيزو او حرفوي زده کړو نه شتون او د دولت له خوا د کمې تنخوا ورکړه، د خپلو عمده ستونزو په توګه يادوي او غوښتنه کوي چې دولت دې هغه لارې چارې ولټوي، چې له مخې يې دغه قشر پر ځان بسيا شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.