ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزي رايه وکاروله

ولسمشر کرزي رايه وکاروله

author avatar
14 Jun 2014 - 08:14
ولسمشر کرزي رايه وکاروله
author avatar
14 Jun 2014 - 08:14

کابل (پژواک٢٤غبرګولى٩٣) : ولسمشر حامد کرزي د خپلې رايې د کارونې پرمهال له ټولو هېوادلو غوښتنه وکړه ، چې په ټاکنو کې ګډون وکړي او خپل راتلونکى مشر وټاکي .

د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو لپاره رايه اچونه  نن سهار ٧ بجې  پيل شوه.

 حامد کرزي د ولسمشرۍ په دويم پړاو کې د رايې ورکولو پرمهال خبريالانو ته وويل : ” نن هغه ورځ ده ،چې افغانان د سولې، ثبات او پرمختګ خواته يو بل ګام پورته کوي.”

هغه له ټولو افغانانو غوښتنه وکړه ، چې په ټاکنو کې په خپل ګډون سره خپل هېواد د بهرنيو له احتياج څخه وژغوري .

کرزي وايي، د خلکو رايې  کولاى شي د هېواد د  راتلونکي نسل لپاره ښه راتلونکى وټاکي.  

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر احمد يوسف نورستاني د خپلې رايې په کارولو سره رسما د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو د رايې ورکولو بهير پيل کړ.

نننۍ ټاکنې د ولسمشرۍ د دوو مخکښو نوماندانو ( ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي ) تر منځ تر سره کيږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.