ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې د رايې ورکولو بهير نورمال دى

په کونړ کې د رايې ورکولو بهير نورمال دى

author avatar
14 Jun 2014 - 08:11
په کونړ کې د رايې ورکولو بهير نورمال دى
author avatar
14 Jun 2014 - 08:11

اسعداباد (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): که څه هم د کونړ ولايت په ځينو سيمو کې د جګړو راپورونه ورکړل شوي، خو چارواکي وايي چې د ټاکنو بهير په سم ډول روان دى.

د ټول هېواد په څېر په کونړ ولايت کې هم نن (د غبرګولي ٢٤مه) سهار اوه بجې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې پيل شوې .

د ټاکنو له پيلېدو سره سم او تر هغه مخکې نن سهار د دغه ولايت له ځينو سيمو د ناامنيو راپورونه ورکړل شوي وو.

د رايو د پروسې له پيلېدو سره سم د کونړ پر مرکز اسعداباد ښار يو توغندى هم ولګېد، خو والي شجاع الملک جلاله پژواک اژانس ته وويل چې کوم زيان يې نه درلود.

هغه چې د راىې تر اچولو وروسته خبرې کولې زياته کړه، چې په ټول ولايت کې ټاکنې په نورمال حالت کې روانې دي.

د نوموړي په وينا، له ټولو ولسواليو يې راپور ترلاسه کړى چې امنيتي حالت سم دى او خلک په ډاډه زړه د رايو مرکزونو ته ورځي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.