ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې ټاکنې نسبتاً په ښه امنيت او شفاف ډول ترسره شوې

پکتيا کې ټاکنې نسبتاً په ښه امنيت او شفاف ډول ترسره شوې

author avatar
14 Jun 2014 - 20:36
پکتيا کې ټاکنې نسبتاً په ښه امنيت او شفاف ډول ترسره شوې
author avatar
14 Jun 2014 - 20:36

ګردېز(پژواک ٢٤غبرګولى٩٣):دپکتيا چاروکي وايي ،چې په  دې ولايت کې ټاکنې نسبتاً په ښه امنيت او شفاف ډول ترسره شوې .

د ياد ولايت دټاکنو کمېسيون رييس رحمت الله حقمل پژواک ته وويل، په ټوله پکتيا کې درايې اچونې ۲۱۲ مرکزونه وو؛ چې ۸ يې دامنيتي او قومي ستونزو له امله تړلي وو.

حقمل وايي،په ځاځي اريوب کې ۳ مرکزونه هغه مهال وتړل شول ،چې د يوه کانديد زورواکي غوښتل صندوقونه کور ته يوسي؛ خو مخنيوى يې وشو او مرکزونه يې وتړل شول.

ده وويل، چې د زرمت په ولسوالۍ کې هم ۵ د رايې اچونې مرکزونه تړلي پاتې شو.

دی وايي، تر اوسه معلومه نه ده ،چې په دې ولايت کې څومره رايه کارېدلې؛خو وروستى شمېر به يې تر شپې پورې معلومه شي.

د تندر قول اردو وياند ډګروال احمدجان مخلص وايي، ددې ولايت په سيدکرم،ځاځي اريوب ،زرمت او جاني خېلو کې وسله والو پر ټاکنېزومرکزونو او پر امنيتي ځواکونو بريدونه کړي.

مخلص وايي،د دې پېښو په اړه کره شمېره نه لري؛ خو لسګونه وسله والو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پکتيا د شکاياتو کمېسيون مشر بشېر بهرام وويل، چې تراوسه دوی ته په ليکلي ډول شکايتونه نه دي رسېدلي.

نوموړی وايي، داسې معلومېږي ،چې ټاکنې ښې تر سره شوې او شايد ډېر شکايتونه موجود نه وي.

په لومړي پړاو ټاکنو کې په پکتيا کې شاوخوا دوه سوه او پنځوس زره کسانو  ګډون کړى و.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.