غزني (پژواک ٢٥ غبرګولى ٩٣): د غزني په قره باغ کې د هاوان مرمۍ د يوې کورنۍ دوه ماشومان وژلي او درې تنه نور ټپيان کړي دي.
د قرباغ ولسوال فضل الرحمن نزروال وايي، چې دا پېښه نن له غرمې وروسته په شاوخوا څلورو بجو د دې ولسوالۍ په عمرزو سيمه کې رامنځ ته شوه.
ده پژواک خبري اژانس ته وويل، په ياده سيمه کې د وسله والو طالبانو او پوليسو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه، چې په دې ترڅ کې د طالبانو له لوري د هاوان يوه مرمۍ پر يوه کور ولګېده.
هغه زياته کړه، په دې پېښه کې د دې کور يو ماشوم ووژل شو، ٢ مېرمنې او دوه ماشومان ټپيان شول.
د نوموړي په وينا، ټپيان د ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.
خو د سيمې يوه اوسېدونکي رحيم الله بيا پژواک ته وويل، چې يو ټپي ماشوم هم په روغتون کې ساه ورکړه.
وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن