ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار جګړه د بريدګرو او درېيو پوليسو په وژل کېدو پاى ته ورسېده

د کندهار جګړه د بريدګرو او درېيو پوليسو په وژل کېدو پاى ته ورسېده

author avatar
15 Jun 2014 - 12:14
د کندهار جګړه د بريدګرو او درېيو پوليسو په وژل کېدو پاى ته ورسېده
author avatar
15 Jun 2014 - 12:14

کندهار ښار (پژواک ٢٥ غبرګولى ٩٣): په کندهار ښار کې کلابند شوي څلور ځانمرګي تر ١٥ ساعتونو وروسته ووژل شول.

په دې پېښه کې درې پوليس هم وژل شوي دي.

يوه ډله ځانمرګي پرون سهار د کندهار ښار د درېيمې ناحيې اړوند د پاچا خان جادې په سيمه کې يوه بلاک ته ننوتلي وو، چې په کې ٢٤ کورونه وو.

د کندهار د امنيے قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي د غبرګولي په ٢٥مه غرمه شاوخوا دوولس بجې د پېښې په ځاى کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بريدګرو شمېر څلور تنه وو.

هغه زياته کړه، چې دوى د ټاکنو د پروسې د ګډوډولو په موخه ياد بلاک ته ننوتلي وو، خو پوليسو له دې امله چې پروسه خرابه نه شي، هغوى محاصره کړل، خو جګړه يې ورسره ونه کړه.

اطرافي وويل، چې ځانمرګو لومړى د لاسي بم بريد وکړ او بيا يې د راکټونو او سپکو وسلو خال خال ډزې هم وکړې.

د نوموړي په وينا، د مازديګر په پنځو بجو پوليسو د هغوى پر ضد عمليات پيل کړل، لومړى يې په يادو بلاکونو کې راګير شوي خلک را و ايستل او د شپې په دوولسو بجو يې عملي جګړه پيل کړه.

د امنيت امر وايي چې نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې جګړه د څلورو ځانمرګو بريدګرو په وژل کېدو پاى ته ورسېده.

اطرافي وويل چې په دې جګړه کې درې پوليس هم وژل شوي او دوه نور ژوبل دي، خو ملکي وګړو ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.

هغه زياتوي، چې په دې جګړه کې د هغه بلاک ٢٤ کورونه، چې ځانمرګي په کې وو. ډېر زيانمن شوي دي.

د يادې سيمې يوه اوسېدونکي نقيب احمد پژواک اژانس ته وويل چې پرون سهار نهه بجې دغه بريدګر راغلل، لومړى يې چاودنې وکړې او بيا بلاک ته ننوتل.

هغه زياته کړه، چې بريدګرو له ځان سره درې ماشومان يرغمل کړي وو، خو وروسته د سيمې د جومات ملا امام د لاوډسپېکر له لارې له هغوى وغوښتل چې ملکي وګړي خوشي کړي، په دې توګه يې يادو ماشومانو او خلکو ته د وتو اجازه ورکړه.

نوموړي له ملي پوليسو مننه وکړه، چې د ځان په قربانولو يې ملکي خلک وژغورل.

د سيمې يوه بل اوسېدونکي حضرت محمد وايي چې له پرون سهار راهيسې پر دوى قيامت تېر شوى او تر نن غرمې پورې ويښ ناست وو.

ده زياته کړه: ((ټوله شپه ښځې ماشومان او لويان د وېرې په حالت کې ويښ ناست وو.))

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.