ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بېلابېلو پېښو کې ٣٠وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

په بېلابېلو پېښو کې ٣٠وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
15 Jun 2014 - 20:41
په بېلابېلو پېښو کې ٣٠وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
15 Jun 2014 - 20:41

جلال اباد،مهترلام(پژواک٢٥غبرګولى٩٣): په ننګرهار او لغمان ولايتونوکې څلورو امنيتي ځواکونو٣٠ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او دوه وسله وال نيول شوي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال پژواک خبري اژانس ته ويل، چې له تېرې ورځې راهيسې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې يو شمېر وسله والو د دغې ولسوالۍ پر امنيتي قرارګاه د سپکو او درنو وسلو بريدونه کړي وو، چې د پوليسو له لوري هم ځوابي بريد پرې شوى دى.

ده زياته کړه ، په ترڅ کې يې نښته رامنځته شوې، چې په کې اته وسله وال وژل شوي او څوارلس نور ټپيان شوي دي.

نوموړي وويل: ((پاتې وسله وال په تېښته بريالي شوي او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.))

 د يوه بل خبر له مخې، نن د لغمان ولايت د دولت شاه ولسوالۍ د بومبي په سيمه کې د ملي اردو او پوليسو له لوري ګډ عمليات پيل شوي، چې مازيګر ناوخته پاى ته ورسېدل.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل، د دې عملياتو په ترڅ کې ځاى ځاى نښته هم شوې، چې د شپږو پاکستاني وسله والو په ګډون اته وسله وال وژل شوي او دوه تنه يې نيول شوي دي.

نوموړي وويل، چې په دغو عملياتو کې د مشهور قوماندان زرجان ورور هم وژل شوى دى.

ځواک زياته کړه:(( په سيمه کې د وژل شويو وسله والو جسدونه پاتې دي. اته ميله کلاشينکوفونه او راکټ انداز د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.))

د ځواک په وينا ، چې په يادو عملياتو کې د سيمه ييزو پوليسو دوه سرتېري وژل شوي او دوه د ملي اردو سرتېري برسيرن ټپيان شوي دي

وسله والو د يادو پېښو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د يوه بل خبر له مخې د کابل – جلال اباد پر لويه لاره وسلوالو مخالفينو پر يوه موټر بريد کړى  او دوه تنه يې ټپيان کړي دي.

دغه بريد نن تر غرمې مخکې د جلال اباد- تورخم پر لويه لاره د مومندرې درې ولسوالۍ د  کمکي خيبر په سيمه کې له امريکايي ځواکونو سره پر يو تن پخوانى کارکوونکى افغان ژباړن امين جان شوى دى.

 امين چې شاوخوا لس کاله يې  دننګرهاردولايتي بيارغونې له ډلې سره د ژباړن  او سلاکار په توګه دنده ترسره کړې، پژواک ته وويل ،هغه مهال  تر بريد لاندې راغی کله چې نن  سهار پخپل کرولا موټر کې د تورخم پر لور روان و.

هغه زياته کړه چې په دې بريد کې ده ته کوم زيان نه دی اوښتی خو دوه ملګري يې ټپيان او موټر يې ويجاړشوی دی.

د ننګرهار ولايت امنيه قومانداني ياده پېښه تاييدوي، خو په دې اړه يې نور معلومات ورنکړل.

 وسلوالوطالبانود پېښې پړه پر غاړه اخستې او ادعاکوي چې امين جان  امريکايانو ته جاسوسي کوله او څو ځله يې هغه ددندې د پرېښودلو امر کړى و.

خوامين جان وايي چې اوس مهال يې له امريکايي ځواکونو سره دنده نه لرله.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.