ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې به د درغليو ټول مرکزونه قرنطين شي

کندوز کې به د درغليو ټول مرکزونه قرنطين شي

author avatar
15 Jun 2014 - 16:04
کندوز کې به د درغليو ټول مرکزونه قرنطين شي
author avatar
15 Jun 2014 - 16:04

کندوز (پژواک ٢٥ غبرګولى ٩٣): کندوز کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې په دويم پړاو (د غبرګولي ٢٤ مه) په ټاکنو کې د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د دواړو نوماندانو په ګټه درغلۍ شوې دي.

د کندوز په کچه د رايې ورکونې ٢١٦ مرکزونه دي چې ١٧ يې د امنيتي ستونزو له امله تړلي وو او خلکو په ١٩٩ نورو مرکزونو کې رايه ورکړه.

د کندوز د ټاکنو کمېسيون مشر امير حمزه احمدزى وايي، چې له علي اباد، خان اباد، امام صاحب ولسواليو او له مرکز څخه د را رسېدلو راپورونو له مخې، د دواړو نوماندانو (ډاکټر اشرف غني او عبدالله) په ګټه درغلۍ شوې دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه درغلۍ د نوماندانو د يو شمېر څارونکو او خلکو له لوري ترسره شوې، چې په مخصوصو موادو له ګوتو د رنګ پاکول او نور موارد شامل دي، چې دا ډول کړنې د ټاکنو روڼوالى تر پوښتنې لاندې راولي.

احمدزي د ټاکنو د نورو مواردو په اړه وويل، چې ځانګړتياوې يې تر څېړنو لاندې دي، چې په راتلونکې موده کې به څرګندې شي.

نوموړي څرګنده کړه، چې د رايې ورکونې په ٢٠ مرکزونو کې درغلۍ شوې او ټاکل شوې چې دغه ټول مرکزونه ډېر ژر قرنطين شي.

د کندوز د ټاکنو ولايتي دفتر مشر زياته کړه، چې د مشروع ټاکنو د اعلان لپاره ډېرو څېړنو ته اړتيا ده، تر څو له هر ډول سرغړونو او درغليو مخنيوى وشي.

ورته مهال د کندوز يو شمېر اوسېدونکي، غير قانوني وسله وال کسان په ټاکنو کې پر لاسوهنې او درغلۍ تورنوي.

د خان اباد ولسوالۍ د اقتاش سيمې يوه اوسېدونکي وويل، چې خلک د دې سيمې د ټاکنو په يوه مرکز کې د غيرقانوني وسله والو له لوري په زور د ځانګړي نوماند په ګټه رايې ورکونې ته اړ کېدل.

نوموړي، چې د امنيتي ستونزو له امله يې د خپل نوم له اخيستو ډډه کوله، زياته کړه چې دغو وسله والو بزګران له خپلو پټيو د رايې ورکونې مرکزونو ته د رايې ورکونې لپاره اړ کول، تر څو د دوى د خوښې وړ کانديد ته رايه ورکړي.

دغه بزګر وايي: “د دغو کسانو قوماندان خلکو ته ويل، چې که کارت لري او که يې نه لري، نو ولاړ شئ رايه ورکړ‌ئ، هيڅوک بايد له رايې ورکړې محروم پاتې نه شي او هغه چا ته چې زه يې درته وايم، رايه ورکړئ!”

سرچينې زياته کړه، چې نوموړي په ظاهري ډول وسله والو ته ويلي چې د دوى د خوښې وړ کانديد ته يې رايه ورکړه، خو په حقيقت کې يې د خپلې خوښې وړ کانديد ته رايه ورکړې ده.

د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې پرون شاوخوا ٧ بجې په کندوز کې له پوپاني هوا او د خلکو په کمې ونډې سره پيل شوې، چې د لومړي پړاو ټاکنو په پرتله په کې د خلکو ونډه کمه وه.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.