ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو په ورځ د راکټونو توغول د پاکستان ښکاره سرغړونه وه

د ټاکنو په ورځ د راکټونو توغول د پاکستان ښکاره سرغړونه وه

author avatar
16 Jun 2014 - 18:45
د ټاکنو په ورځ د راکټونو توغول د پاکستان ښکاره سرغړونه وه
author avatar
16 Jun 2014 - 18:45

کابل (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩٣): د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د پاکستاني چارواکو د ژمنو پر خلاف د ټاکنو په ورځ هم د ډيورنډ کرښې پر دې خوا راکټي بريدونه شوي، افغانستان بالاخره اړ دى، چې د يادې ستونزې د هواري لپاره بله لاره چاره ولټوي.

 د هېواد دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي مياشتې په ٢٤ مه نېټه تر سره شوې.

 د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکيب مستغني، په نننۍ خبري ناسته کې وويل، له بده مرغه د پاکستان د لوړ پوړو چارواکو د ژمنو خلاف، د دغه هېواد پوځي ځواکونو په دويم پړاو ټاکنو کې هم د کونړ پر سرحدي ولسواليو راکټونه توغولي دي.

 هغه زياته کړه، چې دغه راکټي بريدونه د هېواد د ملي امنيت شورا له لوري هم سخت غندل شوي او هغه يې د پاکستاني چارواکو د ژمنو خلاف عمل وباله. پاکستاني چارواکو ژمنه کړې وه، چې له افغانستان سره به د دويم پړاو ټاکنو د امنيت په ټينګښت کې مرسته وکړي.

 دا په داسې حال کې ده، چې نن د کونړ والي ويلي، چې د پاکستاني پوځيانو له لوري پر دغه ولايت ٢٠ راکټونه توغول شوي دي.

 د کونړ ولايت چارواکو ويلي، چې په وروستۍ يوې مياشتې کې د ياد ولايت په سرحدي ولسواليو له زرو څخه ډېر راکټونه توغول شوي، چې د يو شمېر کسانو د مرګ ژوبلې، د سلګونو کورونو د نړېدو او د سلګونو کورنيو د بې ځايه کېدو لامل شوي دي.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي، که څه هم افغانستان له پاکستاني لوري غوښتي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې له افغانستان سره په ګډه مبارزه وکړي، خو دا ډول غوښتنو کومه پايله نه درلوده او دواړه هېوادونه د ترهګرۍ په اور کې سوځيږي.

خو نوموړي ګواښ وکړ: ” افغان دولت بالاخره اړ دى، تر څو د دغې ستونزې د حل لپاره به نورې لارې چارې لکه دغه ستونزه په نړيواله کچه مطرح کول، له اقتصادي اړخه او له پوځي لارې دغې ستونزې ته حل لاره ولټول شي.”

مستغني زياته کړه، چې بهرنيو چارو وزارت د ټاکنو له نېټې دوه ورځې وړاندې په کابل کې د پاکستان شارژدافير راغوښتى و او د پاکستان د يادښت ليک په ځواب کې، چې په پاکستان کې د افغانستان سفارت ته ورکړل شوى و، د افغانستان له لوري هم يو يادښت ليک وسپاره.

د هغه په وينا، پاکستان په دغه يادښت ليک کې له افغان لوري غوښتي و، چې د سرحد له دغه  لوري پاکستان د ترهګرو له ننوتو مخه ونيسي.

خو د بهرنيو چارو وزارت وياند، د پاکستان له لوري د دا ډول يادښت ليک لېږل او د افغانستان تورنول، په خپله د دغه هېواد د عملونو او کړنو د پټولو په مانا وبلل.

د افغانستان په ځوابيه يادښت ليک کې داسې راغلي: ” تر کومه چې افغانستان له تېرو څو کلونو راهيسې په سيمه کې د ترهګرو له ډلو او د هغوى له امن ځايونو څخه ډېر زيان ليدلى، همېشه د دغې شومې پديدې پر وړاندې په مبارزه کولو کې ژمن پاتې شوى او په دې برخه کې يې څو ځلې له پاکستان څخه د ريښتونې او کلکې همکارۍ غوښتنه کړې ده.”

په يادښت ليک کې زياته شوې، چې د ډيورنډ کرښې په دواړو خواو کې هر ډول ننګونې د سيمې لپاره خطرناکې پايلې درلودلى شي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي: ” زموږ په سيمه په ځانګړې ډول له پاکستان سره پر کرښه د ترهګرۍ پراختيا، د افغانستان پر وړاندې د دغه هېواد د حکومتونو د ناوړه سياست لوبولو شک غښتلى کوي، تر څو په اوږدمهاله کې د نورو هېوادونو پر وړاندې له ترهګرۍ څخه ګټه واخلي او ځان ترې وساتي.”

مستغني زياته کړه، چې يو شمېر کسان له شمالي وزيرستان څخه د ډيورنډ کرښې دې خوا د خوست ولايت ته راکډه شوي او افغان دولت هم له هغوى څخه د مهاجرو او د وروڼو په توګه هرکلى کوي، خو هيڅکله به هم هغو ترهګرو او وسله والو کسانو ته چې د دغو مهاجرو په ليکو کې افغانستان راځي، د راتلو اجازه ورنکړي.

همدرانګه د بهرنيو چارو وزارت وياند، د ٧٧ جمع چين هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د ياد وزارت سياسي مرستيال احمد رشاد احمدي د ګډون په اړه، چې د غبرګولي مياشتې په ٢٤ او ٢٥ مه نېټه په بوليويا کې تر سره شوه، وويل چې احمدي په دغه ناسته کې د خپلې بيانيې په ترڅ کې د دويم پړاو ټاکنو بريالۍ پايلې، د بدلون په برخه کې حياتې او اغېزمنې بللې دي.

 

Visits: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.