ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان پوځ: د وزيرستان عمليات مو د حکومت په غوښتنه پيل کړي

د پاکستان پوځ: د وزيرستان عمليات مو د حکومت په غوښتنه پيل کړي

author avatar
16 Jun 2014 - 11:17
د پاکستان پوځ: د وزيرستان عمليات مو د حکومت په غوښتنه پيل کړي
author avatar
16 Jun 2014 - 11:17

کابل (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩٣): د پاکستان پوځ ويلي، چې د حکومت په غوښتنه يې پر شمالي وزيرستان پراخ عمليات پيل کړي او تر اوسه په کې لسګونه وسله وال وژل شوي دي.

شمالي وزيرستان چې د پاکستانيو وسله والو ترڅنګ د حقاني ډلې او ګڼ شمېر نورو بهرنيو وسله والو مرکز ګڼل کېږي، له تېرو څو کلونو راهيسې امريکا او د افغانستان پر دې سيمې د عملياتو ترسره کولو غوښتنه کوله، خو پاکستان له دغه کار څخه انکار کاوه.

وروسته له هغه چې وسله والو د پاکستان پر کراچۍ ښار په دوو ورځو کې دوه ځلې ډله ييز بريد وکړ، پاکستانيو طالبانو او ازبک وسله والو يې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو له دفتره د غبرګولي په ٢٦مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په شمالي وزيرستان کې يې د حکومت په غوښتنه د کورنيو او بهرنيو وسله والو پر ضد عمليات پيل کړي دي .

د سرچينې په وينا، ترهګرو په شمالي وزيرستان کې د ځان لپاره جلا واکمني جوړه کړې وه او په دې سيمه کې يې د خلکو ژوند په ټپه درولى و.

بلخوا د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف ويلي، چې دوى له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو هڅې وکړې، خو هغوى دغه پروسه سبوتاژ کړه.

هغه ويلي، چې پر شمالي وزيرستان يې د عملياتو د پيل پرېکړه  له پوره دقت او غور وروسته کړې ده.

د دفاع وزير زياته کړې: ((موږ به په شمالي وزيرستان کې پرېکنده جګړه کوو.))

دا په داسې حال کې ده، چې له پرون راهيسې د شمالي وزيرستان په بېلابېلو سيمو کې د پوځ له خوا هوايي بريدونه پيل شوي دي.

د پوځ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تر اوسه په دغو بريدونو کې د ګڼ شمېر بهرنيانو او ازبک وسله والو په ګډون ١٠٥ وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ويلي ، چې له افغان ځواکونو يې غوښتي، چې خپل سرحدونه کلک کړي ، څو د شمالي وزيرستان  وسله وال له پولې وا نه وړي.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.