ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مزار په چاودنه کې ١٦ تنه ټپيان شوي

د مزار په چاودنه کې ١٦ تنه ټپيان شوي

author avatar
16 Jun 2014 - 12:07
د مزار په چاودنه کې ١٦ تنه ټپيان شوي
author avatar
16 Jun 2014 - 12:07

مزارشريف (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩٣): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې چاودنه شوې چې له امله يې ١٦ تنه ټپيان شوي دي.

دغه چاودنه نن (د غبرګولي ٢٦مه) له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې د مزارشريف ښار د روضې ختيځ لور د بلخ دروازې ته څېرمه د طاهري سوداګريز مرکز مخې ته وشوه.

د بلخ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن رحيمي پژواک خبري اژانس ته وويل  چې دا چاودنه د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو له امله شوې ده.

هغه زياته کړه، په دې چاودنه کې ٦ کسان ټپيان شوي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

خو د مزارشريف د ملکي روغتون د بېړنۍ څانګې يوې سرچينې پژواک ته وويل چې له يادې چاودنې دوى ته ١٦ ټپيان ور وړل شوي دي.

د سرچينې په وينا، په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د هغوى روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ وباله.

د ياسين په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه د يوه مقناطيسي بم له امله شوې چې پر يوه موټر لګول شوى و.

دى وايي چې تر چاودنې وروسته يې يو شمېر کسان وليدل چې ټپيان وو او روغتون ته ولېږدول شول.

د دې چاودنې له امله د طاهري سوداګريز مرکز ښيښې ماتې شوې، يو شمېر دوکانونو، يو موټرسايکل او څلورو موټرو ته زيان اوښتى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.