ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کشنده کې ۱۵ کسانو ۱۵۰٠ رايې کارولې

په کشنده کې ۱۵ کسانو ۱۵۰٠ رايې کارولې

author avatar
16 Jun 2014 - 18:13
په کشنده کې ۱۵ کسانو ۱۵۰٠ رايې کارولې
author avatar
16 Jun 2014 - 18:13

مزارشريف (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩٣): د بلخ د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې د دغه ولايت د کشندې ولسوالۍ په شپږو محلونو کې ۱۵ کسانو ۱۵۰٠ رايې کارولې دي.

د بلخ ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوول عزت الله ارمان د غبرګولي په ۲۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په بلخ ولايت کې د زورواکو، پخوانيو قوماندانانو او د ولايتي شورا د ځينو وکيلانو له خوا ځای ځای پراخې درغلۍ شوې دي.

نوموړي زياته کړه، چې په ډېری سيمو کې درغلۍ د ټاکنو کمېسيون د کارکوونکو په مرسته ترسره شوې دي.

ارمان وويل، چې يادې درغلۍ د دغه ولايت په کشندې، چمتال، شولګر، چاربولک او زارع ولسواليو او د مزارشريف ښار په ځينو مرکزونو کې شوې دي.

د هغه په وينا، د کشندې ولسوالۍ په شپږو محلونو کې ځايي زورواکو، چې پخواني قوماندانان دي درغلۍ يې کړې دي.

ارمان وويل: ((د کشندې ولسوالۍ په يرغان او شېخ سردره منطقو کې په شپږو محلونو کې ۱۵ کسانو ۱۵۰۰ رايې کارولې دي، چې په اړه شکايت هم ثبت شوی دی.))

نوموړي همداراز زياته کړه: ((په زارع ولسوالۍ کې، چې په يو ښوونځي کې د ټاکنو د رايې اچونې مرکز غوره کړای شوي و، د سيمې د دوه قومندانانو لخوا دغه مرکز، چې درې محلونه لري، خپل کور ته انتقال شوی او خپله يې ډک کړی دی.))

د هغه په وينا په دغو قوماندانانو د هېچا زور هم نه رسېږي او څوک يې ولايت ته هم غوښتلی نه شي.

ارمان وويل، چې د چاربولک ولسوالۍ په تاڼه سيمه کې د ټاکنو د مرکز د ثبت د مامورې په مرسته د بلخ ولايتي شورا يو پخواني وکيل درغلې کړې ده.

نوموړي زياته کړه، چې د ولايتي شورا پخواني وکيل د ټاکنو د کمېسيون د کارکوونکې په مرسته د نتايجو په فورمه کې لاس وهلی دی.

د هغه په وينا، د چمتال ولسوالۍ په البرز سيمه کې په بېلا بېلو مرکزونو کې د يو کانديد په ګټه ۱۳زره رايې په درغلۍ کارول شوي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوول ارمان همداراز وويل، چې په شهرک ترکمنيه سيمه کې، د دهدادي ولسوالۍ په ابوزيد مرکز کې او د ولايت د مرکز-مزارشريف ښار په هاشم برات، ښاروالي، فاطمه بلخي او علي چوپان مرکزونو کې درغلي شوې دي.

نوموړي زياته کړه، چې د مزارشريف ښار اړوند مرکزونو کې د ناظرينو د شتون له امله درغل کوونکو ته د ډېرې درغلۍ وخت نه دي ورکړل شوی.

د هغه په وينا، له همدې امله د ټاکنو د خپلواک کمېسيون پنځه کارکوونکي له دندو ګوښه کړې دي.

ارمان وويل، چې په مزارشريف ښار کې د ښاروالي د مرکز د دوو محلونو رييسان، د فاطمې بلخي ښوونځي د مرکز د يوه محل رييس، په دهدادي ولسوالۍ کې د ابوزيد مرکز مدير او په چاربولک ولسوالۍ کې د اګاهي عامه مسوول د دندې پر مهال له دندې ګوښه کړای شوي دي.

د بلخ د شکايتو کمېسيون وايي، چې تر دې دمه په دغه ولايت کې د ټاکنو اړوند ۴۸ شکايتونه شوي دي.

د دغه ولايت د شکايتو کمېسيون مسوول دادمحمد انابي پژواک ته وويل، چې تر دې دمه ۴۲ ټيلېفوني او ۶ کتبي شکايتونه شوي دي، چې ډېری د مزارشريف ښار اړوند دي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.