ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې يو ځوان ادعاکوي چې له رايې ورکولو وروسته يې دولتي کسانو ګوته پرې کړې

author avatar
17 Jun 2014 - 19:07
author avatar
17 Jun 2014 - 19:07

پلخمري (پژواک ٢٧ غبرګولى ٩٣): د بغلان ولايت د جلګې ولسوالۍ يو ځوان ادعا کوي، چې ډاکټر اشرف غني احمدزي ته د رايې ورکولو په خاطر د دې ولسوالۍ شپږو دولتي کارکوونکو يې ګوته ور پرې کړې ده.

د محمد داد په نوم دغه ځوان، چې د جلګې د محمد داد کلي اوسېدونکی دى، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېره ورځ خپل کلي ته پر لار و، چې د جلګې ولسوالۍ درېيو پوليسو او درېيو کارکوونکو پرې بريد وکړ.

دى وايي: “هغوى زما يوه ګوته پرې کړه، په دې دليل چې ولې مې ډاکټر اشرف غني ته رايه ورکړې ده. غوښتل يې زما غوږ او پزه هم پرې کړي، خو په دې خاطر چې ما سره مې دوه کوچني وروڼه هم وو، هغوى چيغې کړې، کلي ته يې منډې کړې او د کلي خلکو بيا زه ترې خلاص کړم.”

هغه زياته کړه، له ولسمشر او د کورنيو چارو له وزيره غواړي، چې د دې پېښې عاملينو ته سزا ورکړي.

په ورته وخت کې د جلګې امنيه قوماندان محمدافضل د ياد ځوان ادعا رد کړه او وايي، د پوليسو دنده د امنيت ټينګښت دى، نه دا چې له چا وپوښتي، چې رايه يې چاته ورکړې ده.

ده پژواک اژانس ته وويل، چې دا د ده پر وړاندې يوه دسيسه ده.

د جلګې ولسوال حاجي ګل اغا وايي، تراوسه پورې کوم څوک ولسوالۍ ته عارض شوى نه دى، خو اورېدلي يې دي ، چې په ياده سيمه کې د خلکو ترمنځ کومه لانجه رامنځ ته شوې ده.

خو نوموړي د کوم کس د ګوتې له پرې کېدو څخه معلومات نه درلودل.

د بغلان د ولايتي شورا غړي او د جلګې ولسوالۍ اوسېدونکي فضل الدين هم د ياد ځوان ادعا نه مني او دا يوه دسيسه بولي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.