ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان نفوس ٢٨،١ ميليونه اټکل شوى

د افغانستان نفوس ٢٨،١ ميليونه اټکل شوى

author avatar
17 Jun 2014 - 19:40
د افغانستان نفوس ٢٨،١ ميليونه اټکل شوى
author avatar
17 Jun 2014 - 19:40

کابل(پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٣):د احصايې مرکزې ادارې اعلان وکړ، چې په ١٣٩٢ کال کې د افغانستان د وګړو شمېر ٢٨،١ ميليون کسانو ته رسېده، د کورني نا خالص توليد کچه ٦،٤ سلنه وه او په  همدې کال کې  د تورم کچه ٥،٦ سلنه ثبت شوې ده.

دغه شمېرې د ١٣٩٢ لمريز کال د احصاييوي کلنۍ د معلوماتو يوه برخه ده، چې نن ددغه ادارې له خوا اعلان شوې.

د مرکزي احصايي د عمومي ادارې رييس ديپلوم انجنيرشيرمحمد جامي زاده وويل، چې دغه کلنۍ چاپ شوې او ډېر زر به  د رسنيو او خلکو په واک کې ورکړل شي.

نوموړي څرګنده کړه، چې دغه احصاييوي کلنۍ په اقتصادي او ټولنيزو مواردو کې د عمده برخو لکه نفوس، کرنې، پوهنې، روغتيا، ملي محاسبو، د بيو شاخصونو، صنعت، ودانيو، کانونو، انرژۍ، بهرني سودګريز خدمات، پولي احصايې او بهرنيو مرستو په اړه شمېرې چمتو کوي.

د جامي زاده په خبره، د هېواد د نفوسو د ارزونې پر بنسټ، چې ددغې ادارې د ټولنيزو او ديموګرافيکو  احصاييو له مخې هر کال تر سره کېږي، د هېواد د وګړو شمېر، چې ١،٥ ميليونه کوچيان په کې شامل دي په ١٣٩٢ لمريز کال کې ٢٨،١ ميليون کسانو ته رسېدلى، چې له دې ډلې يې ١٢،٧ ميليونه ښځې او ١٤،٤ ميليونه نارينه دي.

دهغه د معلوماتو له مخې، د نفوسو په اړه تر لاسه شوې  شمېرې ددې څرګندونه کوي، چې د هېواد د وګړو ٢٤،٤ سلنه برخه ښاريانو او پاتې نوره کليوالو جوړه کړې ده.

 د مرکزي احصايي ادارې تېر کال د افغانستان نفوس ٢٧ ميليون کسه اعلان کړى و

د  دې ادراې  د رييس په خبره له ١٣٥٨ کال وروسته په افغانستان کې سر شمېرنه نه ده شوې او يادې شوې شمېرې د دغه ادارې د  ارزونو له مخې اټکل شوې دي.

نوموړي د ١٣٩٢ کال اقتصادي شمېرې تر يوې کچې له هيلو ډکې وبللې.

جامي زاده وويل، چې په دغه کال کې د هېواد د نا خالص کورني توليد ارزښت ٢١،٢ ميليونه ډالرو ته لوړېږي او د نا خالص کورني توليد وده ٦،٤ سلنه وه او د کورني نا خالص  توليد ارزښت د سړي سر ٧٧٢ امريکايي ډالرو ته رسېدلى دى.

د سړي سر کلني عايد شمېره د هېواد پر ټول نفوس د کورنيو عوايدو مجموعې ارزښت له وېش څخه لاسته راځي.

جامي همدارنګه وويل، چې په ١٣٩٢ کال کې د لګښتي توکيو بيې شاخص څرګندوي، چې په افغانستان کې د تورم کچه ٥،٦ سلنه وه او  تېر کال ته  په پام سره ، چې ٦،٤ سلنې ته رسېده،  يو نسبي کمښت  څرګندوي.

 

هغه همدارنګه زياته کړه، چې د خوراکي توکو د بيې شمېرې لس سلنه او د غير خوراکي توکو د بيو شمېرې ١،١ سلنه لوړ والى څرګندوي.

تورم د شيانو او خدماتو د بيو د عمومي کچې بې رويه کېدو او دايمي لوړوالي څخه عبارت ده، چې په پاى کې د پېر د قدرت کمښت او اقتصادي ستونزو  سبب ګرځي.

جامي زاده وويل، چې له سوداګرۍ  سره اړوندې شمېرې څرګندوي، چې په ١٣٩٢ لمريز کال کې د ثبت شوو وارداتو ټوليزه  کچه د ٨ ميليارده او ٧٢٤ ميليونه او د هېواد د صادراتو کچه ٥١٥ ميليون ډالره وه.

د هغه په خبره، دغه شمېرې ددې څرګندونه کوي، چې د هېواد واردات په ١٣٩٢ لمريز کال کې د ١٣٩١ کال  په پرتله ٣٤٥ ميليونه ډالر( ٣،٨ سلنه) کم شوي.

دا  په داسې حال کې ده ، چې د صادراتو کچه  سل ميليون ډالره (٢٤،١ سلنه) ډېر شوي دي .

دجامي زاده په خبره، ثبت شوې شمېرې څرګندوي، چې ٢٣،٠٣ ميليونه سيم کارټونه د ١٣٩٢ لمريز کال تر پايه په ټول هېواد کې د مخابراتي کمپنيو له خوا پلورل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د پوهنې وزارت معلومات څرګندوي، چې په ١٣٩٢ لمريز کال کې په ټوليز ډول ٩ ميليونه زده کوونکي ښوونځيو او انستيتيتونو ته شامل شوي دي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې له يادو زده کوونکو څخه  ٨،٨ ميليون کسه د عمومي دولتي زده کړو اړوند او ٢٢٦ زرو څخه زيات يې په خصوصي زده کړو پورې اړوند دي، چې د ١٣٩٢ کال د تلې مياشتې په پرتله ١١،٣ سلنه لوړوالى څرګندوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پوهنې وزارت اعلان کړى، چې سږ کال د ښوونځيو د زده کوونکو شمېره څه باندې  ١١ ميليونو ته رسېدلې ده.

د هغه په خبره، د هېواد د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې په ١٣٩٢ لمريز کال کې په ټوله کې د دولتي پوهنتونو او لوړو زده کړو خصوصي موسساتو کې نږدې ٢٠٥ زره کسانو ته رسېده، چې د ١٣٩١ لمريز کال په پرتله ٢٧،٤ سلنه لوړوالى څرګندوي.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.