ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ماين چاودنې درې ملکي ګړي ووژل

د ماين چاودنې درې ملکي ګړي ووژل

author avatar
17 Jun 2014 - 15:40
د ماين چاودنې درې ملکي ګړي ووژل
author avatar
17 Jun 2014 - 15:40

فيروزکوه(پژواک  ٢٧ غبرګولى ٩٣):په غور ولايت کې د سړک غاړې  ماين چاودنې له امله درې ملکي وګړي ووژل شول.

د غور امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال عبدالهادي چهل غوري نن( د غبرګولي ٢٧مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يو فلاينکوچ موټر له چارسدې ولسوالۍ څخه د غور مرکز چغچران ته د تګ پرمهال له دغې پېښې سره مخ شو.

 نوموړي زياته کړه، په دغه پېښه کې، چې چغچران ښار ته څېرمه په غليمن سيمه کې شوې ده،  ددغه موټر درې مساپر له منځه تللي دي.

سرچينه وايي، چې د پېښې وژل شوي کسان نارينه دي او په دغه کار کې طالبان ښکېل دي، چې دده په وينا، دغه ماين همدې ډلې د دولتي ځواکونو لپاره اېښى و.

 په ورته وخت کې د غور ولايتي روغتون رييس ډاکټر جمعه ګل يعقوبي پژواک ته وويل، چې ددغې پېښې دوه ټپيان روغتون  ته راوړل شوي، چې يو يې په روغتون کې مړ شو ،  بل يې ښه دى او درملنه يې دوام لري.

ددغې پېښې مسووليت تر اوسه هېڅ کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.