کابل(پژواک٢٧غبرګولى٩٣): مشرانو جرګې پرېکړه وکړه،چې تر دې وروسته ، د دې جرګې غړي نه شي کولاى په عمومي غونډو کې د ولسمشرۍ د کانديدانو په پلوۍ او يا ضد څرګندونې وکړي .
په افغانستان کې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه تر سره او ټاکل شوې ، چې لومړنۍ پايلې يې د چنګاښ په ١١مه او وروستۍ پايلې يې د چنګاښ په ٣١مه اعلان شي .
په دې ټاکنو کې دوه کانديدان ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزى سره سيالۍ ته وتلي وو.
د مشرانو جرګې غړيو نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو په اړه څرګندونې وکړې.
په ياده جرګه کې د پکتيا استازي باز محمد زرمتي وويل،چې د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې پراخه درغلۍ شوي ، خو ټاکنيز کمېسيونونه بايد بې پرې عمل وکړي او ټول شکايتونه په سمه توګه وڅېړي.
هغه زياته کړه : ((کانديدانو هيچا ته نه دي ويلي،چې درغلي وکړي، خو يو شمېر خلکو په خپله درغلۍ کړې دي .))
په ياده جرګه کې د باميانو استازي هدايت الله رهايي هم وويل،چې په تېرو ټاکنو کې درغلۍ شوي، خو دواړه کانديدان بايد پوره حوصله ولري او د ټاکنيزو کمېسيونونو پرېکړو ته درناوى وکړي .
هغه زياته کړه : ((کمېسيونونه هم بايد داسې نتيجه اعلان کړي، چې د خلکو د رايو پراساس وي.))
په ياده جرګه کې د غزني استازي دادمحمد اندړ وويل،چې افغان امنيتي ځواکونو يوځل بيا خپله وړتيا وښوده او په ښه توګه يې د ټاکنو په ورځ امنيتي تدابير نيولي و .
هغه له حکومت څخه غوښتنه وکړه،چې له همدې امله ټولو امنيتي ځواکونو ته يوه مياشت تنخوا ډالۍ کړي.
دغه راز په ياده جرګه کې د کندهار استازې رڼا ترين د اندړ د خبرو په تاييد سره وويل ، سره له دې،چې په هېواد کې ډيرې امنيتي ستونزې شتون لري ، خو د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې په ښه توګه ترسره شوې .
ترين له کانديدانو غوښتنه وکړه،چې د ټاکنيزو کمېسيونونو پرېکړو ته احترام وکړي او داسې څرګندونې او کړنې ونه کړي ، چې له مخې يې هېواد له ستونزو سره مخ شي .
د جرګې يو شمېر نورو غړيو هم ورته څرګندونې وکړې .
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار وويل،چې ټاکنيز کمېسيونونه بايد د ټاکنو د پايلو په اړه د خلکو د رايو پر بنسټ او رڼه پرېکړه وکړي .
هغه زياته کړه : ((کمېسيونونه بايد داسې پرېکړه وکړي ، چې ټولو ته د منلو وي .))
مسلميار هم له حکومت نه غوښتنه وکړه،چې امنيتي ځواکونو ته يوه يوه مياشت تنخوا د سوغات په توګه ورکړي .
خو هغه وويل،چې تر دې وروسته د جرګې هيڅ غړى نه شي کولاى په دې جرګه کې د ولسمشرۍ د کوم کانديد په ضد يا پلوۍ خبرې وکړي .
هغه زياته کړه : ((که چا خبرې وکړې بيا را نه دلته په دې تالارې کې نه شي کېناستلى.))
د مسلميار يادې څرګندونې د جرګې د غړيو له لوري د لاسونو په پورته کولو سره تاييد شوې .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن