ميدانښار (پژواک ٢٨ غبرګولى ٩٣): د ميدان وردګو په جلرېز ولسوالۍ کې د لس ميليونه افغانيو په مالي لګښت شپږ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غبرګولي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پروژې چې د ثبات پروګرام له خوا د دريو مياشتو په موده کې جوړې شوې وې.
هغه زياته کړه، چې په دغو پروژو کې درې استنادي دېوالونه او درې د اوبو ذخيرې شاملې وې، چې په يو وخت کې به ورڅخه ۳۵ زره کسان ګټه واخلي.
د جلرېز ولسوال نقيب الله حيدري د يادو پروژو د ګټې اخيستنې په مراسمو کې وويل چې دغه پروژې د ولسونو د اړتيا له مخې د ثبات پروګرام په مالي لګښت د دې ولسوالۍ په زيولاتو، تکانه او په نورو سيمو کې پلې شوي.
هغه په دغه ولايت کې د ثبات له پروګرام څخه مننه وکړه، چې د دوی په غوښتنه يې د اړتيا له مخې په يادو سيمو کې پروژې ورته بشپړې کړې دي.
د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياڼي له ولسونو وغوښتل، چې له بشپړو شوو پروژو ساتنه وکړي او له دوی سره ژمنه شوې وه، چې يو شمېر نورې پروژې به هم په ياده ولسوالۍ کې پيل کړي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن