ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې د پولیو ضد واکسین پروسه درېدلې

په هلمند کې د پولیو ضد واکسین پروسه درېدلې

author avatar
19 Jun 2014 - 15:24
په هلمند کې د پولیو ضد واکسین پروسه درېدلې
author avatar
19 Jun 2014 - 15:24

لښکرګاه (پژواک ٢٩ غبرګولى ۹۳): د هلمند د عامې روغتيا چارواکي وايي، چې له تېرو دریو میاشتو را په دېخوا په دغه ولایت کې  د خلکو د نه همغږۍ له امله د پولیو ضد واکسین پروسه په ټپه ولاړه ده.

د هلمند د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافیت امر ډاکتر عبیدالله  داودزاده پژواک خبري اژانس ته وويل، د پولیو ضد واکسين پروسه یو ملي پروګرام دى  او د خلکو همغږۍ ته اړتیا لري.

داود زاده وويل، په  دې وروستيو کې له دې پروسې سره د خلکو همغږي کمه شوې، په ځانګړې توګه  په هغو سیمو کې چې د وسله والو طالبانو تر نفوذ  لاندې دي. 

ده ونه ویل، چې وسله وال  د دې پروسې  مخنیوی کوي او که نه؟

هغه ووايي، په هلمند ولايت کې د پوليو پېښې نه دي ثبت شوې؛ خو اړتيا شته په ځينو سيمو کې د پوليو ضد واکسين ترسره شي.

د ده په وینا، له عامي روغتیا، یونيسف او سر صلیب سره یو ځای هڅه کوي څو د پولیو ضد واکسین د ترسره کېدو په برخه کې د خلکو مرسته  بیا راجلب کړي.

د ګرشک ولسوالۍ د مارګير سیمې اوسېدونکي عتیق الله پژواک ته وویل، تېر ځل د دوی سیمو ته د واکسین کمپاين ورغلى  و خو د ده په وينا کومه ستونزه  ورته نه وه پېښه شوې.

بلخوا د مارجې د سیستانـۍ سيمې اوسېدونکي ګل اغا پژواک ته وويل،  د پوليو ضد واکسين له بندېدو همدا اوس خبر شوو، چې دا لړۍ د خنډونو له امله بنده شوې ده.

نوموړي وویل، د طالبانو  په سیمه کې هم خلکو پېژنو، چې واکسین کوي او هيڅ ستونزه نه لري، له دي امله دوی لېوال ده ،څو ماشومان يې واکسین شي او له احتمالي پېښو څخه وژغورل شي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.