ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې ١٨ وسله وال وژل شوي

کندهار کې ١٨ وسله وال وژل شوي

author avatar
19 Jun 2014 - 16:16
کندهار کې ١٨ وسله وال وژل شوي
author avatar
19 Jun 2014 - 16:16

کندهار (پژواک ٢٩ غبرګولى ٩٣): د کندهار امنيتي چارواکي وايي، چې روانه اونۍ د عملياتو په ترڅ کې د شپږو ځانمرګو په ګډون ١٨ وسله وال وژل شوي او شپږ نور نيول شوي دي.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي نن (د غبرګولي ٢٩مه) د ولايت مقام په مطبوعاتي دفتر کې خبري غونډې ته وويل، چې پوليسو په روانه اونۍ کې په کندهار ښار او ولسواليو کې ١٥ ګډ او ١٨ ځانګړي عمليات کړي دي.

هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې ټول ١٨ وسله وال وژل شوي چې شپږ ځانمرګي بريد کوونکي وو او دغه راز شپږ نور وسله وال نيول شوي دي.

د نوموړي په وينا، د عملياتو پر مهال د وسله والو ځيني پلانونه شنډ شوي او بېلابېل ډول وسلې د پوليسو لاس ته ورغلې دي.

په نيول شوو وسلو کې يو راکټ، يوه پيکا، شپږ کلاشينکوفونه، يوه پايه کشفي مخابره، ٤٠ کړۍ ماينونه، ٦ کړۍ لاسي بمونه او نور مهمات شامل دي.

اطرافي دغه راز وويل، چې پوليسو په يوه جلا پېښه کې ٧ ګرامه هيرويين او ٢٨ کيلوګرامه ترياک هم له يوه کس سره يو ځاى نيولي او دغه راز يو تن د قتل او درې نور د لواطت په تور نيول شوي دي او تر څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د يوه بل خبر له مخې، د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې ايساف او افغان ځواکونو ګډ عمليات کړي، چې پر مهال يې د يوه مهم قوماندان په ګډون پنځه وسله وال وژل شوي او يو بل ټپي دى.

د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه د يادې ولسوالۍ په کندلانو سيمه کې شوې، چې پر مهال يې درې کلاشينکوفونه، يوه پيکا، يو تومانچه، يوه پايه مخابره او يوه عراده موټرسايکل هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دغه راز د ميوند ولسوالۍ په سور بغل سيمه کې بيا وسله والو د امنيتي ځواکونو پر يوه پوسته بريد کړى، چې د متقابل بريد په پايله کې اته وسله والو او يوه څوارلس کلنه نجلۍ وژل شوي دي.

د کندهار ولايت د ملي امنيت رياست بيا خبر ورکوي، چې د خپلو کشفي عملياتو په پايله کې يې د ځانمرګو بريدونو دوه پلانوونکي نيولي دي.

د ملي امنيت يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نيول شوي کسان محمدحسين د عبدالولي زوى د پاکستان د کوېټې ښار اوسېدونکى او عبدالستار مشهور په ادريس د عبدالرحيم زوى د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د موشان کلي اوسېدونکي دي.

د سرچينې په حواله له نيول شوو کسانو سره يو توپک، دوه لاسي بمونه، يوه پايه مخابره او ٦٠٠ د کلاشينکوف مرمۍ نيول شوې او پر خپلو جرمونو يې اعتراف کړى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.