کندهار (پژواک ٣٠ غبرګولى٩٣): د کندهار ولايت د پنجوايي پخوانى ولسوال حاجي باران خاکسار د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو.
پېښه تېره شپه د اوو بجو په شاوخوا کې د کندهار ښار لوېديځ پلو د ميرويس مېنې په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د کندهار د والي وياند دوا خان مينه پال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پنجوايي پخوانى ولسوال حاجي باران خاکسار د وسله والو موټر سايکل سپرو له خوا وژل شوى دى.
هغه زياته کړه، د پنجوايي پخوانى ولسوال تېره شپه ٧:٢٠ بجې د کندهار ښار د اوومې امنيتي حوزې اړوند د ميرويس مېنې په سيمه کې خپل کور ته د ننوتو په حال کې و، چې پر موټرسايکل سپرو دوو تنو مخ پټو وسله والو ورباندې ډزې کړې او هغه يې وژلى دى.
دى وايي، حاجي باران خاکسار د څو کلونو لپاره د پنجوايي د ولسوال په توګه دنده تر سره کړې، خو دا مهال يې هيڅ دولتي دنده نه لرله.
مينه پال زياتوي، د پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي، خو پوليسو يې په اړه څېړنې پيل کړې دي.
حاجي باران خاکسار د ولسوال په توګه له دندې پرېښودلو وروسته د قومي مشر په توګه د دولت او خلکو تر منځ د شخړو او مسايلو په حل کې مرسته کوله.
د يادې شوې پېښې مسووليت تر دې مهاله چا پر غاړه نه ده اخيستى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن