ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناپېژاندو وسله والو د پنجوايي پخوانى ولسوال وواژه

author avatar
20 Jun 2014 - 10:06
author avatar
20 Jun 2014 - 10:06

کندهار (پژواک ٣٠ غبرګولى٩٣): د کندهار ولايت د پنجوايي پخوانى ولسوال حاجي باران خاکسار د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو.

پېښه تېره شپه د اوو بجو په شاوخوا کې د کندهار ښار لوېديځ پلو د ميرويس مېنې په سيمه کې رامنځته  شوې ده.

د کندهار  د والي وياند دوا خان مينه پال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پنجوايي پخوانى ولسوال حاجي باران خاکسار د وسله والو موټر سايکل سپرو له خوا وژل شوى دى.

هغه زياته کړه، د پنجوايي پخوانى ولسوال تېره شپه ٧:٢٠ بجې د کندهار ښار د اوومې امنيتي حوزې اړوند د ميرويس مېنې په سيمه کې خپل کور ته د ننوتو په حال کې و، چې پر موټرسايکل سپرو دوو تنو مخ پټو وسله والو ورباندې ډزې کړې او هغه يې وژلى دى.

دى وايي، حاجي باران خاکسار د څو کلونو لپاره د پنجوايي د ولسوال په توګه دنده تر سره کړې، خو دا مهال يې هيڅ دولتي دنده نه لرله.

مينه پال زياتوي، د پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي، خو پوليسو يې په اړه څېړنې پيل کړې دي.

حاجي باران خاکسار د ولسوال په توګه له دندې پرېښودلو وروسته د قومي مشر په توګه د دولت او خلکو تر منځ د شخړو او مسايلو په حل کې مرسته کوله.

د يادې شوې پېښې مسووليت  تر دې مهاله چا پر غاړه نه ده اخيستى. 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.