ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ١٧ وسله والو د وژل کېدو ادعا وشوه

د ١٧ وسله والو د وژل کېدو ادعا وشوه

author avatar
21 Jun 2014 - 18:39
د ١٧ وسله والو د وژل کېدو ادعا وشوه
author avatar
21 Jun 2014 - 18:39

پل علم، کندهار (پژواک ٣١عبرګولى ٩٣):په  لوګر  او کندهار  ولايتونو کې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې ١٧ تنه وسله وال وژل شوي،دوه پوليس او شپږ وسله وال ټپيان دي.

د لوګر امنیه قوماندان د غبرګولي په ٣١مه پژواک خبری اژانس ته وویل،چې په دې ولايت کې يې د دوو بېلا بېلو عملياتو په ترڅ کې ١١ وسله وال وژلي او شپږ نور يې ټپيان کړي دي.

مل پاسوال عبدالحکیم اسحاقزى وايي، داعمليات د دې ولايت دمرکز اړوند د″الوزيو″ او محمداغې ولسوالۍ  په زرغون سیمه کې ترسره شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دې عملياتو کې د ملانعمت په نامه يو طالب قوماندان هم وژل شوى؛چې په سيمه کې يې په ډيرو پېښو کې لاس درلود.

قوماندان د دې  عملياتو د څرنګوالي په اړه ډېره څه ونه ويل؛ خو يادونه يې وکړه،چې دوه پوليس په کې ټپيان شوي هم دي.

دغه راز د کندهار په خاکريز ولسوالۍ کې د بهرنيو پوځيانو په هوايي بريد کې شپږ وسله وال وژل شوي دي.

د غبرګولي په ٣١مه دکندهار له مطبوعاتي دفتره پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې نن سهار افغان او بهرنيو پوځيانو د خاکرېز ولسوالۍ په ″باغک″ سيمه کې عمليات کړي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دې چاڼېزو عملياتو په ترڅ کې د بهرنيو پوځيانو چورلکو هوايي بريد هم کړى، چې په کې شپږ  وسله وال وژل شوي دي.

سرچينه وايي، پر دې سربېره د دې ولايت امنيتي سرتېرو په نورو سيمو کې هم عمليات ترسره کړي؛چې وسلې او مهمات په کې نيول شوي دي.

وسله والو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.