ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

معصوم ستانکزى له ځانمرګي بريده روغ ووت

معصوم ستانکزى له ځانمرګي بريده روغ ووت

author avatar
21 Jun 2014 - 18:50
معصوم ستانکزى له ځانمرګي بريده روغ ووت
author avatar
21 Jun 2014 - 18:50

کابل (پژواک ٣١ غبرګولى ٩٣): د سولې د عالي شورا  د دارالانشاء رييس معصوم ستانکزى له يوه ځانمرګي بريده روغ وتلى، خو په دې پېښه کې څلورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه بريد نن (د غبرګولي ۳۱مه) سهار شاوخوا اوه بجې او ۱۰ دقيقې د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند د دعوت پوهنتون مخې ته پر عمومي سړک شوى دى.

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند حشمت ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ځانمرګي بريد کوونکي د سولې د عالي شورا د دارالانشاء د رييس معصوم ستانکزي پر موټر بريد کړى دى.

هغه زياته کړه، چې له دې پېښې ستانکزى روغ وتلى، خو يو ملکي وګړى وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

دى وايي، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

د عبدالله په نوم يوه عيني شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه پر يوه لنډکروزر موټر شوې ده.

سرچينې زياته کړه، چې په خپله يې يو مړی او يو ټپي په سيمه کې ليدلي دي.

د عبدالجبار په نوم  د سيمې يوه بل اوسېدونکي هم پژواک اژانس ته چاودنه تاييد کړه، خو نور معلومات يې نه درلودل.

تر اوسه د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.