ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشرانو جرګې ځينې غړي: فېسبوک دې بند شي

د مشرانو جرګې ځينې غړي: فېسبوک دې بند شي

author avatar
22 Jun 2014 - 16:21
د مشرانو جرګې ځينې غړي: فېسبوک دې بند شي
author avatar
22 Jun 2014 - 16:21

کابل (پژواک لومړى چنګاښ٩٣): د مشرانو جرګې ځينو غړيو د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو د برخليک تر څرګندېدو، د فيسبوک د بندېدو غوښتنه وکړه .

د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې د غويي په ٢٤مه ترسره شوې او ټاکل شوې،چې لومړنۍ پايلې يې د چنګاښ په ١١مه او وروستۍ پايلې يې د چنګاښ په ٣١مه اعلان شي.

خو د و لسمشرۍ کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او هم پالنې ډلې، د ولسمشرۍ د بل کانديد په مشرۍ د تحول او تداوم ډله په ټاکنو کې پر درغليو تورنه کړې.

د تحول او تداوم ډله وايي، چې ټاکنيزې درغلۍ دې له اړونده قانوني مراجعو له خوا وڅېړل شي، خو ډاکټر عبدالله ويلي، چې پر ټاکنيز کمېسيونونو باور نه لري او د کار پايلې هم نه مني.

د دې مسايلو په اړه په ټولنيزه پاڼه فېسبوک کې د دواړو خواوو پلويان بېلابېلې څرګندونې او د يو بل پر ضد توندې ليکنې کوي .

د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې په همدې اړه بحث وشو .

 د يادې جرګې غړې انارکلي هنريار وويل، چې د ولسمشرۍ له دويم پړاو ټاکنو راهيسې ځينې کسان د ټاکنيزو مسايلو په اړه ان نورو ته د سپکاوي تر کچې څرګندونې کوي.

هغې زياته کړه : ((په نوره دنيا کې خلک له فېسبوک نه ښه ګټه پورته کوي او له دې لارې ډيرې رايې تر لاسه کوي ، خو دلته په فېسبوک کې قومي او ژبنۍ جګړې روانې دي .))

انار کلي د مخابراتو له وزارت څخه غوښتنه وکړه ،چې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو د برخليک تر څرګندېدو د فېسبوک پاڼه بنده کړي .

په ياده جرګه کې د غزني استازي محمد امين احمدي ورته نظر لري او وايي ،چې په  فېسبوک کې د اسلاميت او انسانيت د اصولو پر خلاف څرګندونې  پيل شوې دي .

هغه وايي : (( د ولسمشرۍ له دويم پړاو ټاکنو وروسته په فېسبوک کې ډېره په لوړه کچه د شخصيت ترور پيل شوى، هرڅه ژر بايد د دې پاڼې مخه ونيول شي .))

د جرګې ځينې نور  غړي  هم ورته نظر درلود.

خو د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلمياروويل،چې د فېسبوک پاڼې له تړلو سره موافق نه دى ، خو هغه کسان،چې فېسبوک کاروي، بايد اسلامي او انساني اصول په پام کې ونيسي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت چارواکو پرون پژواک خبري اژانس ته ويلي و، چې په افغانستان کې ټولنيزې شبکې په تېره بيا فېسبوک نه بندوي، خو په داسې يوه طرحه کار   کوي چې د دولتي چارواکو په نوم د فېسبوک له جعلي پاڼو چې ترې ناوړه ګټه پورته کېږي ،مخنيوى وشي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.