خوست (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٣): د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو نړیواله کمېټه (UNHCR) له شمالي وزيرستانه د راګده شوو کورنيو لپاره په خوست ولايت کې خپل دفتر پرانيزي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د ادارې عمومي مشر بوشاک، خوست ته د سفر پر مهال وويل، چې غواړې په دې سره دغو کډوالو ته په سمه توګه رسېده ګي وشي.
نوموړي دغه څرګندونې د دغه ولايت د والي له مرستيال عبدالواحد پټان سره په ليدنه کې وکړې.
بوشاک وويل، چې له شمالي وزيرستانه دغه ولايت ته د راغلو کډوالو غوښتنې، اړتياوې او ستونزې به له خپلې ادارې سره شريکې کړي.
نوموړي وويل، چې د خوست ولايتي ادارې د وړانديز پر بنسټ به ډېر ژر په دغه ولايت کې خپل دفتر پرانيزي او د کډوالو ستونزو ته به پر خپل وخت رسېدنه وکړي.
بوشاک د خوست له خلکو هم مننه وکړه، چې له راغلو کډوالو سره يې د ورورۍ پر بنسټ ښه چلند کړی او په خپلو کورونو کې يې ورته ځاى ورکړى دى.
په دې ليدنه کې په جنوب ختيځو ولايتونو کې د يوناما مشر ريکارډو هم له کډوالو سره د خپلو مرستو او همکاريو پر زياتېدو ټينګار وکړ.
ده وويل، چې له ولايتي ادارې او نورو مرستندويه بنسټونو سره به خپل تماسونه ډېر کړي، څو د کډوالو غوښتنو ته پر خپل وخت لاسرسى وشي.
د ملګرو ملتونو د کډوالې ادارې دا ژمنې وروسته له هغې دي، چې په دې وروستيو کې له شمالي وزيرستانه خوست ته تر ۱۲ زره ډېرې کورنۍ راکډه شوې دي.
د خوست د والي مرستيال عبدالواحد پټان دغه پلاوي ته وويل، چې له ياد شمېر کورنيو تر اوسه ۱۵ سوه يې ثبت شوې او له ډېرو کورنيو سره مرستې هم شوې دي.
پټان له يادو استازو غوښتنه وکړه، چې د کډوالو شمېر ته په کتو دې خپلې مرستې زياتې کړي، څو تر يوه بريده له ستونزو وژغورل شي.
څو ورځې وړاندې د قبايلو او سرحدونو چارو او د مهاجرينو چارو وزيرانو د يو شمېر نورو ادارو د استازو په ګډون دغه ولايت ته د کډوالو د حالت څېړلو په موخه سفر کړی و.
د قبايلو چارو وزير ډاکټر محمداکرم خپلواک خبري کنفرانس ته ويلي وو، چې راغلو کډوالو ته د افغانانو په سترګه ګوري او لازمې مرستې به ورسره وکړي.
له شمالي وزيرستانه خوست ته د دغو راکډه شوو لپاره په ګربزو ولسوالۍ کې د ″ګلان″ په نوم کمپ جوړ شوی، خو ډېرې نورې کورنۍ له خوستوالو سره په کورنو کې مېشت شوې دي.
د خوست د ولايت له مقام څخه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه کډوال تر ټولو زيات خوراکي توکو ته اړتيا لري او حکومت هڅه کوي څو مرستې ور ورسوي.
دا کورنۍ په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځيانو د عملياتو له امله له کرښې دې خوا را اوښتې او د خوست په ګډون په پکتيکا ولايت کې مېشتې شوې دي.
چارواکو ويلي، چې پکتيکا ولايت ته د ور کډه شوو کورنيو شمېر تر سلو اوړي چې د اورګون په ولسوالۍ کې د خلکو په کورنو کې دېره شوي او دوى به ورسره مرستې وکړي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن