ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ټاکنيزو ستونزو د حل لپاره د ملګرو ملتونو مداخله ګټوره ده”

“د ټاکنيزو ستونزو د حل لپاره د ملګرو ملتونو مداخله ګټوره ده”

author avatar
22 Jun 2014 - 16:30
“د ټاکنيزو ستونزو د حل لپاره د ملګرو ملتونو مداخله ګټوره ده”
author avatar
22 Jun 2014 - 16:30

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٣): د مشرانو جرګې ځينې غړي د ټاکنو د قسمي پايلو په اعلان کې ځنډ غوره اقدام او د ټاکنيزو ستونزو د حل لپاره د ملګرو ملتونو مداخله ګټوره بولي.

د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه ترسره شوې، خو د و لسمشرۍ کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ډلې، د ولسمشرۍ د بل نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ډله په ټاکنو کې پر درغليو تورنه کړې ده.

د تحول او تداوم ډله وايي، چې ټاکنيزې درغلۍ بايد د اړوندو قانوني مراجعو له خوا وڅېړل شي، خو ډاکټر عبدالله ويلي، چې پر ټاکنيزو کمېسيونونو باور نه لري او د کار پايلې يې هم نه مني.

 ټاکنيز کمېسيونونه خپل کار ته دوام ورکوي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون تېره ورځ وويل، د ټاکنو قسمي پايلې چې ټاکل شوې وه تېره ورځ اعلان شي، د کره څېړنې او ټاکنيزو ستونزو د روښانېدو له امله د څو ورځو لپاره ځنډوي.

په مشرانو جرګه کې هم نن په دې اړه خبرې وشوې.

 په دې جرګه کې د پروان استازي حمدالله منيب وويل، چې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو د قسمي پايلو د ځنډولو هر کلى کوي .

هغه زياته کړه: ((دا چې قسمي پايلې وځنډېدې او ملګري ملتونه په دې پروسه کې شامل شول موږ يې هرکلى کوو او د ټاکنو د پاکو او رڼو پايلو غوښتونکي يو.))

منيب پر ټاکنيزو کمېسيونونو غږ وکړ، چې د ټاکنو په ملي پروسه کې خپل بې پرېتوب وساتي.

د ملګرو ملتونو يوه چارواکي تېره ورځ وويل چې دغه سازمان وروسته له هغه کولاى شي د افغانستان د ټاکنو په پروسه کې مداخله وکړي، چې دواړه خواوې ورڅخه غوښتنه وکړي.

خو هغه دا هم وويل، چې د افغانستان د ټاکنو کمېسيون بايد له مهالوېش سره سم خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

د مهالوېش له مخې بايد د ټاکنو لومړنۍ پايلې د چنګاښ په ١١مه او وروستۍ يې د همدې مياشتې په ٣١ مه اعلان شي.

په مشرانو جرګه کې د پنجشېر استازې ليلما احمدي هيله وښوده، چې ملګري ملتونه د افغانستان د ټاکنو ستونزې ته د پاى ټکى کېږدي.

خو په ياده جرګه کې د غزني استازى عبدالباقي بريال هم اوسنيو شرايطو ته په پام د ټاکنو د قسمي پايلو ځنډول پر ځاى اقدام بولي او وايي چې ټاکنيز کمېسيونونه او ملګري ملتونه بايد هڅې وکړي، چې د افغانستان د خلکو رايو ته احترام وشي.

ده وويل: “موږ او تاسو ټول بايد لاس سره يو کړو، تر څو په هېواد کې روانه ستونزه هواره شي.”

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وويل، چې نن سهار يې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له پلاوي سره ليدلي دي.

هغه وويل، چې په ياده کتنه کې يې له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د ټاکنو له پروسې څخه د يوه څارونکي په توګه څارنه وکړي، خو په اړه يې پرېکړه بايد خپله افغانان وکړي.

د هغه په وينا، تر هغه چې د ټاکنو کمېسيون د پايلو په اړه څه نه وي ويلي، بايد وړاندوينې ونه شي، ځکه چې خلک له ستونزو سره مخ کوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.