ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په ادبي څېړنو د نويو لارو اړتيا” علمي-څېړنېز سيمينار ترسره شو

“په ادبي څېړنو د نويو لارو اړتيا” علمي-څېړنېز سيمينار ترسره شو

author avatar
22 Jun 2014 - 17:32
“په ادبي څېړنو د نويو لارو اړتيا” علمي-څېړنېز سيمينار ترسره شو
author avatar
22 Jun 2014 - 17:32

کابل (پژواک د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٣): پوهان او څېړونکي دې د علمي څېړنيو په ډګر کې له سليقوي او لهجوي مسايلو، نامانوسو او بې مورده بهرنيو کلمو څخه ډډه وکړي.

دغه څرګندونې، نن “په ادبي څېړنو د نويو لارو اړتيا” تر سرليک لاندې علمي-څېړنيز سيمينار کې وشوې، چې په کابل کې د علومو اکاډمۍ له لوري د لسګونو پوهانو او څېړونکو په ګډون ترسر شو.

د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو مرکز رييس څېړنپوه سيد محى الدين هاشمي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې سيمينار کې د علومو اکاډمۍ او ځينو نورو علمي-فرهنګي نهادونو د څېړونکو او استادانو له لوري علمي-تحقيقي مقالې ولوستل شوې، چې وروسته يې په اړه علمي بحثونه ترسره شول.

د سيمينار په پاى کې يو پرېکړه ليک تصويب شو، چې په کې راغلي، پوهان او څېړونکي دې د علمي تحقيقاتو په ډګر کې له سليقوي او لهجوي مسايلو، نامانوسو او بې مورده بهرنيو کلمو څخه ډډه وکړي. د هغې ژبې د کارولو هڅه دې وکړي، چې ټولو ته د فهم او پوهاوي وړ وي.

په پرېکړه ليک کې زياته شوې، د خطي نسخو د ښې ساتنې او له هغو څخه د کره استفادې په موخه په ځانګړي ډول د علومو اکاډمۍ په کتابخونه کې شته نسخو ته لا ډېره پاملرنه وشي، د هغو د سمې ساتنې لارې چارې برابرې شي.

پرېکړه وشوه، چې د علومو اکاډمۍ له لوري د دري- دري قاموس ترتيب او وليکل شي.

د ژبو او ادبياتو مرکز رييس وايي، چې په ياد علمي-څېړنيز سيمينار کې د ولسمشر حامد کرزي، د اطلاعاتو او فرهنګ، سرحدونو او قبايلو چارو وزارتونو، کابل پوهنتون، د استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون، د افغانستان قلم ټولنې، د حکيم ناصر خسرو بلخي فرهنګي کانون پيغامونه ولوستل شول.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.