ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سارا، د افغان ښځو د وړتياوو ممثله

سارا، د افغان ښځو د وړتياوو ممثله

author avatar
23 Jun 2014 - 15:32
سارا، د افغان ښځو د وړتياوو ممثله
author avatar
23 Jun 2014 - 15:32

 مزارشریف: سارا بهایي له نورو افغان ښځو یو څه متفاوت کار لري؛ هغه د مزار په ښار کې ټکسي چلوي، د ټکسي چلولو ترڅنګ سارا ښوونکې او مدني فعاله ده او د عسلو د مچیو فارم هم لري.

د موټر د اشترنګ تر شا هغه ډېر داسې نارینه ویني چې لاسونه ورته ښوروي. نور ډریوران هڅه کوي چې د دې د موټر مخې ته ځان واچوي (په اصطلاح لاس یې قید کړي) او په دې ډول د هغې پاملرنه ځان ته واړوي. خو پر دې ټولو سربېره‌ سارا او له هغې سره په موټر کې ناستې ښځې پر دې ډول کسانو خاندي.

سارا بهایي پنځه کاله مخکې چلوونکې شوې، هغه خپل سپرلي پوهنتون، ښوونځي، کور او نورو ځایونو ته رسوي.

هغه د ټکسي چلولو تر څنګ د مزارشریف ښار په مولانا جلال الدین محمد بلخي ښوونځي کې ښوونکې هم ده، د هغې دولتي تنخواه شاوخوا ۵ زره افغانۍ ده چې د کورنۍ د اړتیاوو لپاره بسنه نه کوي.

۴۰ کلنه سارا د خپلې لس کسیزې کورنې اړتیاوې برابروي، هغې ته یوه ناروغه مور، دوه ماشومان، یو معیوب ورور او خپل څلور ماشومان ور له غاړي دي.

کله چې مې له سارا د هغې د مېړه په اړه وپوښتل هغې څرګند ځواب رانه کړ خو دا یې راته وویل چې دوه ماشومان یې په فرزندۍ اخیستي دي.

سارا راته وویل چې لس کاله وړاندې د ژوند اړتیاوو مجبوره کړه چې خپله پلرنۍ ځمکه وپلوري او په پیسو یې یو موټر رانیسي.

د ټکسي دننه کیسې

د ټکسي په شا سیټ کې درې نارینه څنګ تر څنګ ناست دي، هر یو یې هڅه کوي چې له ښځینه ډریورې سره خبرې وکړي، کله ټوکې کوي او کله بیا د ژوند پر ستونزو او ستومانیو سرونه ښوروي. سارا هم له دوي سره خبرې کوي او هم د سړک ټرافیک او موټرچلولو ته پام کوي.

۳۲ کلن عبدالکریم چې د سارا په ټکسي کې ناست دی د نورو نارینه وو په پرتله، یو څه متفاوت نظر لري. هغه وایي “په اسلام کې د اس زین یا پر څارویو سپرېدل د ښځو لپاره حرام دی خو زه بیا وایم چې موټر چلول اصلاً حلال او حرام نه لري.”

عبدالکریم دا هم وایي چې ټولنه مخ پر ودې ده او ښځې هم په دې ودې کې ستره ونډه لري.

دی وایي، د ښځو په مرسته ټولنه د پرمختګ شونتیا او سمون مومي. عبدالکریم وايي: “د طالبانو له نسکورېدو وروسته ښځو خپله ازادي ترلاسه کړه خو بیا هم داسې خلک شته چې د ښځو د حقونو په اړه ډېر مثبت نظر نه لري.”

د خبرو پر مهال عبدالکریم له ټکسي بهر خلکو ته اشاره وکړه او ويې ویل: “دغو خلکو ته وګوره چې موږ ته ځیر دي. د دوى لپاره د ښځې ډریوري یو عجیبه کار ښکاري. دوى ښايي داسې فکر کاوه چې ښځه ښايي ډریوري ونه شي کړاى.”

بوخته ښځه

د ځینو خلکو په اند د سارا په څېر ښځې “نارینه صفته” وي، د هغوى له انده زړورتوب د ښځو او نارینه وو ترمنځ توپیرونه جوتوي او هغې ښځې چې زړورې وي، هغه د نارینه وو په څېر وي.

سارا هم زړوره ښځه ده، د هغې زړوړتیا دا ده چې موټر چلوي، داسې یو کار چې ښایې نورې ښځې یې د کولو زړه ونه لري.

سارا پر زړوړتیا سربېره یوه ډېره بوخته ښځه ده؛ هغه د نجونو په یوه لېسه کې ښوونکې هم ده او په دې ترڅ کې د ښځو او نجونو د تعلیم او کارکولو لپاره هم فعالیت کوي.

 خو سارا څه شي وهڅوله چې د ښوونځي د کار تر څنګ ټکسي چلولو ته مخه کړي؟

یوه ورځ د سارا مور ناروغه وه او باید ډېر ژر روغتون ته رسول شوې واى، هغه ورځ هېڅ موټر نه پیدا کېده چې د سارا مور روغتون ته ورسوي. سارا هغه ورځ له ځان سره هوډ وکړ چې خامخا به د موټر چلول زده کوي.

د ښځو د حقونو لپاره کار کول داسې یو کار و چې سارا یې اړ ایسته چې د مزارشریف ښار دننه او بهر ولاړه شي. هغې له ځان سره فکر وکړ چې که موټر زده کړي، نو په خپل موټر کې به په خپله هر چېرې چې غواړي ولاړه شي.

 

 

د نوموړې په خبره، کله کله د ښځو د مدني حقونو د پراختیا له یوه سازمان سره هم همکاري کوي. دغه سازمان په کلیوالي سیمو کې او په ځانګړې توګه د کور دننه له ښځو سره د تاوتریخوالي د کمولو لپاره فعالیت کوي. سارا وایې پدې لړ کې هغه د کلیو له مشرانو او مخورو سره خبرې کوي چې له ښځو سره د زورزیاتي‌مخالفت وکړي.

سارا وایي د دغه کار یوه ځانګړنه دا ده چې کله ښځې ورسره پر ټيلېفون اړیکه ونیسي او هیله ځیني وکړي چې د ستونزو د هوارۍ لپاره یې ډېر ژر

اقدام وکړي، نو دا باید په چټکې سره عمل وکړي. “یو دلیل چې زه یې وهڅولم چې موټر وچلوم، همدغه کار وو.”

سارا وایي ډېر ځلې په کورنیو کې له ښځو او نجونو سره په ډېرو وړو مسایلو زور زیاتی کېږي.

د هغې په خبره، د خپلو منډو ترړو له برکته یې د یو شمېر ښځو د طلاق کېدو مخه نیولې او په ځینو نورو برخو کې یې بیا کورنۍ هڅولې چې خپلې پېغلې نجوني ښوونځي او لوړو زده کړو ته پرېږدي.

د یوې ډریورې ښځې

ستونزې

د هغې په وينا، ځیني داسې نارینه هم شته چې ان د اړتیا پر مهال هم له ښځو سره مرسته نه کوي. هغې وويل: “د ژمي یوه سړه ورځ وه او زما موټر خراب شوی و، زه د موټر مخې ته په سړې هوا کې ولاړه وم او د دې په تمه وم چې یو بل ډریور به پیدا شي چې له ما سره مرسته وکړي. خو له بده مرغه ټول موټروانان زما له څنګه تېرېدل خو له ما سره یې مرسته نه کوله.”

دا وایي ټول نارینه داسي نه دي: “زه چې کله له خپل موټر سره له ښار بهر ځم نو سپین ږیري چې مي وویني نو راته خاندي او لاسونه راته ښوروي.”

پر دې ټولو ستونزو سربېره‌ سارا وايي، ښځې باید ناهیلې نه شي، له کار او تعلیمه باید مخه ونه ګرځوي. هغه د افغانستان د راتلونکي

 

په اړه هم خوشبینه ده او وایې هیله لري چې د هېواد راتلونکی ولسمشر به هم د ښځو د حقونو کلک ملاتړی وي. دې وويل، په سلګونه زرو ښځو په ټاکنو کې ګډون وکړ او له همدې کبله راتلونکی حکومت باید د ښځو پرمختیا ته پاملرنه وکړي.

سارا دا مني چې امنیت د ټولو افغانانو لپاره یو ستر سرخوږی دى خو دا وایي د امنیت خرابوالی باید د پرمختګ مخه په ټپه ونه نیسي.

هغې وويل: “ډېر ځلي زما ملګري او خپلوان ماته ټيلېفون کوي او راته وایي چې میمنې ته سفر ونه کړم ځکه هلته امنیت سم نه دی، خو زه بیا هم خپل کار نه پرېږدم او میمنې ته هم ځم.”

ياده چلوونکې وایي، د میمنې او مزارشریف ترمنځ د لویې لارې امنیت خراب دی او خلک له دې امله اندېښنه لري. هغه وایې د امنیت د نه شتون له وېرې ډېر ځلې موټروانان دې ته نه چمتو کېږي چې خلک له مزاره میمنې ته ورسوي.

امنیتي چارواکي هم د سارا دغه خبره مني او وایي، طالبان او نور وسله وال کله نا کله د مزار او میمنې تر منځ لویې لارې ته راوځي او موټر دروي او خلک ځوروي.

څلورمه بوختيا

سارا د موټر چلولو،

ښوونځي او د ښځو د حقونو لپاره د کار کولو تر څنګ یو بل کار هم کوي، هغه د عسلو د مچیو یو فارم هم لري او کله چې فرصت په لاس ورشي نو هلته هم کار کوي.

تقرل نقشبندي چې د سارا ورور دى، د بلخ د کرنې ریاست د عسلو د مچیو د فارمونو مسوول دی.

تقرل وایي افغان ښځې د دې وړتیا لري چې د ژوند په بېلابېلو چارو کې په خپله د چارو مشري وکړي.

د هغه په خبره، د عسلو د مچیو پالل داسې یو کار دی چې ښځې یې په خورا ښه ډول ترسره کولى شي، خور یې څلور کاله وړاندې په ۴۰۰۰ افغانیو د عسلو مچیو یو صندوخ وپېره او اوس یې د صندوخونو شمېر ۲۰ ته رسېدلى دى.

تقرل وایي، د عسلو کاروبار ښه ګټه لري او دا مهال یو کیلو ګرام عسل په ۶۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

سارا وويل، د عسلو د مچیو کار ښه کار دی او دا غواړي دغه کار د ب

لخ ولایت په ځینو کلو کې ښځو ته ور زده کړي.

د دې په وينا: “ما دوه کاله وړاندې په یوه کلي کې پنځو ښځو ته د مچیو څو کندوګان ورکړل او اوس د هغو هره یوه د عسلو د مچیو فارم لري.”

سارا وایي، چې د مچیو د ساتنې او پاللو په اړه له خپل ورور نه ګټورې مشورې او معلومات اخلي او بیا دغه معلومات نورو ښځو ته رسوي.

سارا وایي د دې د عسلو ډېر پېرونکي د ښوونځیو او پوهنتونونو استادان دي.

هغه د ولسمشرۍ د ټاکنو د پایلو په اړه خوشبینه ده او وایي راتلونکی ولسمشر باید په حکومت کې د ښځو ونډه پراخه کړي تر څو د ښځو پراخو ستونزو ته د حل لاره پيدا شي.

 

 

 

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.