کابل ( پژواک، ٢ چنګاښ ٩٣ ) : د هېواد وتلي ستوري پېژندونکي عبدالله کندهاري وړاندوينه کړې ده، چې د رمضان المبارک مياشتې لومړۍ ورځ به د راتلونکې يکشنبې په ورځ وي.
عبدالله کندهاري د چنګاښ په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ١٤٣٥ هجري لمريز کال د شعبان مياشت په ٢٩ ورځې وي او راتلونکې شنبه به د شعبان ٢٩ مه ورځ وي.
د هغه په وينا، د شنبې په ورځ تر لمر پرېوتو وروسته به د افغانستان په ګډون په يو شمېر هېوادونو کې د رمضان د مياشتې سپوږمۍ دليدلو وړ او يکشنبه (د چنګاښ ٨مه) به د روژې د مياشتې لومړۍ ورځ وي.
بلخوا په سعودي عربستان کې هم ځينو ستور پېژندونکو وړاندوينه کړې ده، چې روژه به د يکشنبې په ورځ وي.
د افغانستان ستره محکمه تل د سعودي عربستان د سترې محکمې له اعلان سره سم داختر او روژې پرېکړې کوي.
د يادونې ده ، چې د روژې په لومړۍ نېټه به په ټول هېواد کې ملي رخصتي وي.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن