ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سنګين جګړه پاى ته رسېدلې

د سنګين جګړه پاى ته رسېدلې

author avatar
27 Jun 2014 - 12:32
د سنګين جګړه پاى ته رسېدلې
author avatar
27 Jun 2014 - 12:32

لښکرګاه (پژواک ۶ چنګاښ ۹۳): د هلمند امنیتي چارواکي وايي، چې وسله وال مخالفین له سنګين ولسوالۍ پر شا شوي او اوس امنيتي ځواکونه پر چاڼيزو عملياتو بوخت دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان پاسوال ارکانحرب باقي زوی د چنګاښ په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې له تېرې ورځې راهيسې وسله وال په تېښته دي او د دوى پر وړاندې يې يې د مقاومت توان له لاسه وکړى دى.

هغه زياته کړه، پع هغو سیمو کې چې جګړه شوې، امنیتي ځواکونه په همغږۍ سره چاڼيز عملیات کوي او د خلکو په کورونو او لارو کې خښ کړل شوي ماینونه شنډوي.

د باقي زوى په خبره، چې په دې څو ورځنيو جګړو کې د بهرنيو په ګډون ٥٠٠ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او ځيني مړي يې په سيمه کې پاتې دي.

د هلمند امنيه قوماندان وايي، چې تر عملیاتو وروسته به په سنګین کې داسې امنیتي پلان عملي کړي، چې وسله وال ونه توانیږي د بریدونو او جګړي لپاره لار پیدا کړي.

سرچينه زياته کړه، چې اوس تازه ځواکونه او جنګې وسایل هم سیمې ته رسېدلي، خو د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه ونه ويل.

بلخوا د سنګين ولسوالۍ د ټولنیزي شورا غړي او د سیمه يیزو پولیسو قوماندان غلام جان پژواک ته وويل، چې تېره شپه پر نورو سیمو سربېره د ولسوالۍ پر ودانۍ او نورو پوستو وسله والو بریدونه کړي دي.

هغه زياته کړه: ((مسوولین سم معلومات نه ورکوي، تېره شپه ما خپله په ویښه تېره کړې، وسله راسره وه او د مخالفینو پر وړاندې مې په جګړه کې برخه اخیستې، په داسې حال کې څنګه امنیت دی او یا هم وسله وال تښتېدلي دي.))

یو بل قومي مشر حاجي اخترمحمد وايي، هغه چارواکي چې له لښکرګاه سنګین ته راغلي، تر ولسوالۍ پورې يې لار نه ده پیدا کړي، په مخکې يې وسله وال دي او دغه راز د ساروان کلا سیمو کې اوس هم سیمه يیز پولیس کلابند دي.

بلخوا یو شمېر سرچينې وايي، چې د سنګين ولسوالۍ عام خلک د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان نه غواړي خو قومانداني يې بيا غوره کس بولي.

د سنګین جګړه پوره یوه اونۍ وړاندې پیل شوې، چې د مُلکي خلکو په ګډون د جګړې دواړو ښکېلو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو امنيتي چارواکي خپله مرګ ژوبله کمه ښيي او وايي چې یاده جګړه په پاکستان کې پلان شوې او پاکستاني افسران د جګړې مشري پر غاړه لري.

دغه راز د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، چې د دوى ډېر کسان اوسم هم په سنګين کې مېشت دي او تېره ورځ يې هم یو موټر په ماین الوځولی او څلور کورني سرتېري يې وژلي دي.

 

 

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.