کندهار (پژواک ٦ چنګاښ ٩٣): امنيتي چارواکي وايي، چې د کندهار د نېښ ولسوالۍ ولسوال د ماين په يوې چاودنه کې وژل شوى دى.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني د چنګاښ په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نېښ ولسوال حاجي علي محمد نن سهار ٩ بجې پر خپل موټرسايکل د ميانکوه سيمې له يوه کلي بل ته روان و، چې د سړک غاړې د ماين چاودنه پرې شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د نېښ ولسوال وژل شوى.
بلخوا په ژېرۍ ولسوالۍ کې هم د ماين چاودنې څلور سيمه ييز پوليس وژلي دي.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني وويل، سيمه ييز پوليس نن سهار په موټر کې په ګزمه روان وو، چې د ژېړۍ ولسوالۍ د سياه چوي او سلواغې په سيمه کې پرې د ماين چاودنه رامنځته شوې ده.
هغه وايي، چې په دې پېښه څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي او موټر يې هم ويجاړ شوى دى.
وسله والو د يادو دواړو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن