ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزى: په افغانستان کې زما اهداف د امريکايانو او د ناټو سازمان له موخو سره توپير درلود

حامد کرزى: په افغانستان کې زما اهداف د امريکايانو او د ناټو سازمان له موخو سره توپير درلود

author avatar
28 Jun 2014 - 19:46
حامد کرزى: په افغانستان کې زما اهداف د امريکايانو او د ناټو سازمان له موخو سره توپير درلود
author avatar
28 Jun 2014 - 19:46

کابل (پژواک ٧ چنګاښ ٩٣): ولسمشر حامد کرزي ويلي، په افغانستان کې روانه جګړه رښتينې نه، بلکې توطيه ښکاري او دى د دې دسيسې پر خلاف ولاړ دى، خو امريکا او لوېديځوال د جګړې خورېدل غواړي.

نوموړي دغه څرګندونې د اتلانتيک مجلې سره په مرکه کې کړې دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامدکرزي په مرکه کې ويلي: “ما په افغانستان کې جګړه نه، بلکې توطيه وليده او هڅه مې وکړه، چې دغه توطيه شنډه کړم، چې له امله يې د افغانانو وينه تويېدله، نو ځکه زما اهداف د امريکايانو او د ناټو سازمان له اهدافو سره توپير درلود.”

ولسمشر څرګنده کړې، چې په افغانستان کې جګړه نه وه او هېڅکله يې دا نه ده منلې، چې په خپل هېواد کې په جګړه کې ښکېل واوسي. هېڅکله يې د وسله وال پوځ د اعلى سرقوماندان په توګه د خپلو خلکو ترمنځ جګړه پرمخ نه ده بېولې. خوښ دى چې دا کار يې نه دى کړى او په راتلونکي کې به هم داسې ونه کړي.

ولسمشر د يوې پوښتنې په ترڅ کې چې ايا تاسو به د وسله وال پوځ د اعلى سرقوماندان په توګه خپل د پوځيانو له قربانيانو څخه قدرداني او ستاينه کوئ، ويلي: “زه د خپلو سرتېرو ترڅنګ ولاړ يم، د خپل پوځ ترڅنګ ولاړ يم او له هغوى څخه ملاتړ کوم. دوى د دې خاورې بچيان دي، چې خپل ځان د دې هېواد د ساتنې لپاره قربانوي؛ خو د دوى ژوند په داسې يوه جګړه کې قرباني کېږي، چې هغه زموږ جګړه نه ده، بلکې داسې يوه توطيه ده چې موږ يې قرباني يو.”

کرزي زياته کړې، چې د طالبانو پر ضد د جګړې په نوم د جګړې دوام نه ستايي او هغه ته دا جګړه رښتينې نه، بلکې توطيه ښکاري، داسې يوه توطئه چې هم په کې طالبان او هم امنيتي ځواکونه د افغانانو په توګه مري او دى غواړي، دغې توطئې ته د پاى ټکى کېږدي.

ولسمشر په دغې مرکه کې ويلي: زه هېڅکله نه غواړم له چا سره په جګړه کې ښکېل شم. اوس مهال دا افغانان دي چې د جګړې په دواړو خواوو کې مري، دا وضعيت بايد پاى ته ورسېږي، نو ځکه ما هېڅکله هم نه دي غوښتي، چې په داسې يوه جګړه کې د وسله وال پوځ د اعلى سر قوماندان دنده ترسره کړم، چې په هغه کې يو افغان بل افغان وژني. زه دغې جګړې ته د توطيې په سترګه ګورم. دا افغان وژنه ده، دا افغان وژنه د پخواني شوروي له يرغل راهيسې دوام لري او زموږ خپل ځواکونه له خپلو افغانانو سره په جګړه کې ښکېل دي.

هغه وايي: “زه د دغې توطيې پر خلاف ولاړ يم؛ خو امريکايان او نور غربيان دا جګړه خوروي، ترڅو موږ له يو بل سره په جګړه کې ښکېل واوسو او دوى وکولى شي خپلې طرحې پر موږ او پر دغې سيمې عملي کړي. هغوى کولى شي چې خپلې طرحې زموږ د پرمختګ او له موږ سره د ملګرتيا له لارې عملي کړي، خو نه زموږ د خلکو د ځان، زموږ د هېواد د ويجاړولو په قېمت.”

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.