ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار خبريالان: رسنۍ دې ملي يووالي ته زيان رسوونکې خپرونې نه کوي

د کندهار خبريالان: رسنۍ دې ملي يووالي ته زيان رسوونکې خپرونې نه کوي

author avatar
28 Jun 2014 - 18:08
د کندهار خبريالان: رسنۍ دې ملي يووالي ته زيان رسوونکې خپرونې نه کوي
author avatar
28 Jun 2014 - 18:08

کندهار ( پژواک، ٧ چنګاښ ٩٣ ) کندهار مېشتو خبريالانو له رسنيو وغوښتل ، چې د هېواد روانو حساسو حالاتو ته په کتو دې ملي يووالي ته زيان رسوونکي خبرونه او مطالب نه خپروي.

په دې اړه د چنګاښ په ٧مه، په کندهار پريس کلب کې غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د کندهار ټولو خبريالانو ګډون کړى و.

غونډې ته د شمشاد ټلوېزېون خبريال او په کندهار کې د افغان خبريالانو د خونديتوب د ټولنې استازي احمد لودين وويل، د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو له تر سره کېدو سره په هېواد کې سياسي او امنيتي حالات نازک شوي او په همدې بنسټ رسنۍ بايد خپل مسووليتونه وپېژني.

هغه زياته کړه، په دې وروستيو کې يو شمېر رسنۍ د دې پر ځاى چې د خپلو خپرونو له لارې خلک ملي يووالي ته راوبولي، سمتي او ژبني تعصباتو ته لمن وهي.

نوموړي له رسنيو وغوښتل ، چې د خپل ملي رسالت له مخې دې يواځې هغه څه خپاره کړي ، چې د خلکو د ذهنونو د روښانه کولو او د هغوى تر منځ د يووالي سبب ګرځي.

د کندهار پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي استاد محمد ابراهيم سپېڅلي هم له رسنيو وغوښتل تر څو داسې خبرونه او خپرونې وړاندې کړي، چې د خلکو تر منځ ستونزې کمې کړې، نه دا چې هغوى يو د بل پر وړاندې ودروي.

هغه د نورې نړۍ د رسينو او مطبوعاتو بېلګې وړاندې کړې چې پوره ازادي لري خو د خپلي ملي ګټو پر وړاندې نه درېږي.

د ازادۍ راډيو خبريال محمد صادق رښتيني بيا له کابل څخه پر خپرېدونکي ماندګار ورځپاڼې نيوکه وکړه، چې خپرونو يې سمتي بڼه خپله کړې او په دې وروستيو کې پر خپل لومړي مخ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشا د مخکني رييس ضيا الحق امرخېل عکس د يوه څاروي له عکس سره يو ځاى خپور کړى و او د ژورناليزم د اصولو خلاف ليکل يې کړي وو.

هغه څرګنده کړه، چې د ځينو رسينو دغسې چلند په ټولنه کې د ټولو رسنيو اعتبار او باور ته زيان اړوي او ولس ورباندې بې باوره کېږي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس دواخان مينه پال غونډې ته په خپله وينا کې وويل چې رسنۍ د ټولو خلکو استازيتوب کوي، نو ځکه بايد په سمت، ډلو او ټپلو پورې و نه تړل شي.

هغه د کندهار د رسنيو او خبريالانو ستاينه وکړه چې په دې برخه کې يې خپل ملي رسالت په ښه توګه تر سره کړى او ملي ګټو په پام کې يې خپل خبرونه او نور مطالب چمتو کړي او تر خلکو رسولي دي.

نوموړي يادونه وکړه چې رسنۍ کولاى شي د هېواد روان سياسي وضعيت په سم لوري بوځي او د را پيدا شوي کشمکش په ارامولو کې خپله دنده تر سره کړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.