ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له زمبابوى سره د کرکټ سياليو لپاره ملي لوبـډله اعلان شوه

له زمبابوى سره د کرکټ سياليو لپاره ملي لوبـډله اعلان شوه

author avatar
28 Jun 2014 - 17:21
له زمبابوى سره د کرکټ سياليو لپاره ملي لوبـډله اعلان شوه
author avatar
28 Jun 2014 - 17:21

کابل ( پژواک، ٧ چنګاښ ٩٣ ) :  د افغانستان کرکټ بورډ افريقايي هېواد زمبابوى سره د کرکټ يو لړ سياليو لپاره ملي لوبډله اعلان کړه.

ټاکل شوې ده، چې د روانې مياشتې په وروستيو کې د کرکټ ملي لوبډله دغه هېواد ته سفر وکړي او د کرکټ يو شمېر سيالۍ ترسره کړي.

د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د چنګاښ په ٧مه، پژواک خبري اژاسن ته وويل ، چې د زمبابوى سياليو لپاره ٤٥ لوبغاړو ته يو روزنيز کمپ په لاره اچول شوى و، چې د ملي او نړيوالو روزونکو له خوا ورته روزنه  ورکړل شوه.

هغه زياته کړې، چې تر روزنې وروسته ددوى ترمنځ يو لړ تمريناتي سيالۍ هم په لاره واچول شوې، چې په پايله کې له يادو لوبغاړو څخه ٢٦ کسيزه لوبـډله وټاکل شوه.

دى وايي چې له دې ٢٦ کسيزې لوبډلې څخه به يې ١٦ د يو ورځنيو نړيوالو لوبو او پاتې نور به يې په څلور ورځنيو لوبو کې برخه  واخلي.

فريد هوتک زياته کړه، چې د کرکټ ملي لوبـډلې له زمبابوى سره څلور يو ورځنۍ او دوه څلور ورځنۍ لوبې کوي او د چنګاښ په ٢٧مه د زمبابوى له لوبډلې سره به لومړۍ يوه ورځنۍ نړيواله لوبه ترسره کړي.

د هوتک په وينا، له دغو ٢٦ لوبغاړو څخه به راتلونکى کال په استراليا کې د کرکټ د يو ورځنيو سياليو نړيوال جام ته هم لوبـډله غوره شي.

د کرکټ ٢٦ کسيزه  ملي لوبډله  په لاندې ډول ده.

نور علي ځدراڼ، عثمان غني، اصغر ستانکزى، جاوېد احمدي، رحمت شاه، سميع الله شينوارى، محمد نبي، حشمت الله شاهدي، شفيق الله شفق، ميرويس اشرف، ګلبدين نايب، دولت ځدراڼ، شاهپور ځدراڼ، افتاب عالم، حمزه هوتک، شرف الدين اشرف، محمد مجتبى، کريم صادق، نجيب تره کى، شبير نوري، محب الله اورياخېل، ناصرجمال، قسيم، فضل نيازى، يمين احمدزى او عبدالله عادل.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.