ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملخانو د مرکزي بهسود کروندې له ګواښ سره مخ کړي

ملخانو د مرکزي بهسود کروندې له ګواښ سره مخ کړي

author avatar
28 Jun 2014 - 15:34
ملخانو د مرکزي بهسود کروندې له ګواښ سره مخ کړي
author avatar
28 Jun 2014 - 15:34

ميدانښار ( پژواک ۷ چنګاښ ۹۳) د  ميدان وردګو ولايت د مرکزي بهسودو ولسوالۍ کروند ګر وايي، چې د دغې ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې ورځ تر بلې د ملخانو زياتوالي اندېښمن کړي.

د مرکزي بهسودو ولسوالۍ د چولې سيمې يو تن بزګر امان الله د چنګاښ په ۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د دوی په سيمه کې ورځ تر بلې د ملخانو په شمېر کې زياتوالی راځي .

هغه زياته کړه، چې که د دغو ملخانو مخنيوی په بېړنۍ توګه ونه شي،نو کولى شي فصلونه ( غنم او رېشقه) به يې له منځه ولاړ شي او د دوی کلنۍ خواري به په اوبو لاهو شي .

د يادې ولسوالۍ د دهن شهباز د سيمې يوه بل اوسېدونکي محمدرضا پژواک اژانس ته وويل، دوی د ملخانو د زياتوالي ستونزه له مسوولينو سره شريکه کړې،خو تردې دمه يې پروړاندې  کوم  اقدام نه دى شوى  .

هغه له مسوولينو غوښتنه وکړه، چې ژر تر ژره دې د دوی په سيمه کې د ملخانو د له منځه وړلو په موخه اقدام وکړي او که د دوی کرل شوي فصلونه له منځه ولاړ شي، نو ټول مسووليت به يې د مسوولينو پر غاړه وي .

په همدې حال کې د ميدان وردګو د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي هم په مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې د ملخانو د زياتوالي پخلی کوي .

د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس انجنيرفضل عمر پژواک اژانس ته وويل ، چې دوی د ملخانو د له منځه وړلو په موخه په خپل رياست کې حشره وژونکي درمل نه لري .

هغه زياتوي ، دغه موضوع دوی د کرنې او مالدارۍ وزارت سره شريکه کړې او په دغه برخه کې ورڅخه د جدې پاملرنې غوښتنه هم کړې .

نوموړی وايي : (( دا چې وزارت دوی ته حشره وژونکې درمل کله ورکوي او دې موضوع ته کله پاملرنه کوي،په وزارت پورې اړه لري خو موږ په خپله برخه کې   مسووليت په ښه توګه ادا کړی دی. ))

د يادونې  ده، د ميدان وردګو ولايت په ګڼ شمېر سيمو کې هر کال ملخان  پيدا کېږي او د بېلابېلو نباتاتو د تخريب لامل ګرځي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.