ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان  پر کونړ ٧٣ توغندي توغولي

پاکستان پر کونړ ٧٣ توغندي توغولي

author avatar
28 Jun 2014 - 15:30
پاکستان  پر کونړ ٧٣ توغندي توغولي
author avatar
28 Jun 2014 - 15:30

اسعد اباد ( پژواک، ٧ چنګاښ ٩٣ ): د کونړ دولتي چارواکي وايي، چې پاکستانيو پوځيانو پر دې ولايت ٧٣ نور توغندي توغولي، چې له امله يې خلکو ته مالي زيانونه اوښتي دي.

ددې ولايت  امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د چنګاښ په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې پاکستانيو ځواکونو ياد توغندي په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ددې ولايت پر شيګل او دانګام ولسواليو توغولي دي.

هغه زياته کړه، چې ٦٣ توغندي پر دانګام او لس نور پر شيګل ولسوالۍ توغول شوي ، چې له امله يې خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.

سيدخېل وويل، چې په دې بريدونو کې د خلکو يو شمېر څاروي له منځه تللي او ځنګلونو ته هم زيان اوښتى دى.

د کونړ چارواکي وايي، چې د پاکستانيو ځواکونو د تازه بريدونو له امله سلګونه کورنۍ کډه شوې دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.