ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې بې کيفيته اچار او مرباوې پلورل کېږي

جلال اباد کې بې کيفيته اچار او مرباوې پلورل کېږي

author avatar
1 Jul 2014 - 12:41
جلال اباد کې بې کيفيته اچار او مرباوې پلورل کېږي
author avatar
1 Jul 2014 - 12:41

جلال اباد (پژواک ١٠ چنګاښ ٩٣): د روژې مياشتې په را رسېدو سره په جلال اباد ښار کې د مربا او اچارو بازار تود شوى، خو يو ځينې ښاريان او ډاکټران بيا اندېښنه ښيي چې د بې کيفيته خوراکي توکي پلور د خلکو روغتيا له ګواښ سره مخ کوي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکي اسحاق پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جلال اباد ښار په ګڼو دوکانونو کې سر خلاصي اچار او مربا پلورل کېږي، چې ډېرى يې بې کيفيته دي.

هغه زياته کړه چې تېر کال هم د روژې پر مهال د بې کيفيته اچارو له امله يې ګڼ خلک مسموم شوي وو.

نوموړي وويل، ځينې دوکانداران هغه خارجي اچار چې تاريخ يې تېر شوى وي په خلاص ډول خرڅوي، چې له ګټې يې تاوان ډېر وي.

د جلال اباد ښار يوه بل اوسېدونکي عزت الله هم اندېښنه څرګنده کړه، چې د تېر په څېر په ښار کې بې کيفيته اچار، مربا او نور خوراکي توکي خرڅېږي او خلک يې له ګڼو ناروغيو سره مخ کړي دي.

ده پر ټولو اړوند ادارو غږ وکړ چې په دې برخه کې دې جدي اقدامات وکړي، ځکه چې د ده په وينا، په روژه کې د يادو توکو د پلور کچه تر بل هر توکي ډېره ده.

نوموړي وويل: ((اچار او مربا خلاص په لګن کې پراته وي، نه يې تاريخ معلومېږي، نه يې کيفيت معلوم وي، هر ډول ګند په کې پروت وي.))

ه جلال اباد ښار کې د سالار مربا او جوس فابريکې مشر خالد بيا وايي چې دوى د روژې مياشتې له را رسېدو وړاندې زرګونه کارتنه مربا او جوس جوړ کړي دي.

د نوموړي په وينا، يو شمېر دوکانداران له پېښوره د غوړو په ټيمونو کې اچار راوړي چې کيفيت يې نه وي معلوم.

ده زياته کړه: ((مګر موږ چې څه توليدوو، د کيفيت ذمه واري يې کوو او زموږ اچار يا مربا صحي دي.))

د نوموړي په وينا، چې دا مهال دوى خپل توليدات ننګرهار، کونړ او لغمان ولايتونو ته لېږدوي خو د کيفيت په اړه يې تر اوسه چا شکايت نه دى کړى او لا هم ښه بازار لري.

دى وايي چې له ګاونډي هېواده چې کوم توکي راوارديږي له يوې خوا د دوى پر بازار تاثير کوي او له بلې خوا بې کيفيته دي، چې بايد حکومت يې مخنيوى وکړي.

خالد زياته کړه: ((خامخا بې کيفيته توکى ارزانه وي، نو هم يې زموږ بازارخراب کړى او هم يې خوړونکي ناروغ وي.))

د معدې ناروغۍ يوه متخصص ډاکټر نورعالم احمدزي پژواک اژانس ته وويل که څه هم په روژه کې ترشه خواړه پر معدې ډېر تاثير لري او هغه معدې چې کمزورې وي مشکلات ورته پېښوي، خو بې کيفيته يې روغ انسان ته هم زيان لري.

نوموړى وايي که چېرې په روژه کې بې کيفيت اچار او يا هم مربا وخوړل شي له يوې خوا معده نازکه وي او له بله خوا بې کيفيته توکي ورته ستر زيان پېښوي.

هغه زياته کړه: ((د معدې قشر ته زيان لري، انزايمونه کميږي، ډېرى وخت د هاضمې سيستم ګډوډوي نو بايد ډډه ترې وشي.))

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د ښاروالۍ د پلټنې له مسوولينو سره وغږېږي، خو د پرله پسې
اړيکو له نيولو وروسته هم پژواک پر دې ونه توانېد، چې د يادې موضوع په اړه د هغوى نظر راواخلي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.