ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميدان وردګو کې لس کيلومتره سړک ګټې اخيستنې ته چمتو شو

author avatar
1 Jul 2014 - 15:38
author avatar
1 Jul 2014 - 15:38

ميدانښار ( پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٣ ) : په ميدان وردګو ولايت کې د  ۲۸ ميليونه افغانيو په لګښت  ۱۰ کيلومتره سړک تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو .

د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا سړک په  مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې جوړ شوى دى.

هغه زياته کړه، دغه سړک چې د مرکزي بهسودو ولسوالۍ د سفيد سنګ سيمې څخه تر سورخ شينيه سيمې پورې غځېدلى ،د کليوالي سړک جوړونې ملي پروګرام ( NRAP ) د څه دپاسه ٢٨ ميليونه افغانيو په مالي لګښت جغل اندازي شوى دى.

دى وايي ، چې تر دې وړاندې د يادو سيمو ترمنځ غځېدلی سړک په پوره توګه ويجاړ و او موټرو په ډېرو ستونزو سره پر دې لارې تګ راتګ کاوه.

د مرکزي بهسودو ولسوال جان اقا محصل وايي، چې د دغه سړک جوړونې څخه يې وخت په وخت څارنه کړې ده.

هغه له ولسونو وغوښتل ، چې د جوړ شوي سړک څخه ساتنه وکړي او هڅه به وکړي،چې جوړ شوي سړک باندې ورته د قيراچونې چارې هم ترسره کړي.

د مرکزي بهسودو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي خان علي پژواک اژانس ته وويل ، ددې سيمې ډېرى سړکونه خراب دي ، چې له امله يې خلک له زياتو ستونزو سره مخامخ دي.

هغه له حکومت څخه مننه وکړه، چې ددوى دسيمې سړک يې جغل اندازي کړ، چې ستونزې به يې ورسره يو څه کمې شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.