ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چاودنې د يوه سيمه ييز پوليس زوى وواژه  او مېرمن يې ټپي کړه

چاودنې د يوه سيمه ييز پوليس زوى وواژه او مېرمن يې ټپي کړه

author avatar
2 Jul 2014 - 11:34
چاودنې د يوه سيمه ييز پوليس زوى وواژه  او مېرمن يې ټپي کړه
author avatar
2 Jul 2014 - 11:34

پل علم (پژواک ١١ چنګاښ ٩٣): په لوګر کې د يوه سيمه ييز پوليس د کور په دروازه کې چاودنې د ياد پوليس زوى وژلى او مېرمن يې ټپي کړې ده .

د لوګر د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالولي طوفان تره کي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار اته بجې د مرکز پل علم ښار اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.

تره کي وويل، وسله والو د ″داوود″ په نوم د دغه سيمه ييز پوليس د کور په دروازه کې ماين ځاى پر ځاى کړى و او کله چې يې زوى له کوره د وتو په حال کې و، چاودنه پرې وشوه.

د داوود په نوم ياد پوليس په سيمه کې په لېوه مشهور دى او له وسله والو سره په جګړه کې نوم لري.

د امنيت امر وايي، چې په دې پېښه کې د ياد سيمه ييز پوليس ١٤ کلن زوى وژل شوى، مېرمن يې ټپي ده ، خو ده ته څه زيان نه دى اوښتى.

د نوموړي په وينا، چې د مېرمنې روغتيايي حالت يې نازک دى او زياتوي چې د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.

د نوموړي پوليس اوښي نورګل پژواک ته وويل، چې دغه ماين له دروازې سره په تماس کې عيار شوى و.

د هغه په خبره: ((وژل شوى هلک مې خوريي دى. صدام نومېده، نن سهار د ښوونځي په نيت له کوره د وتلو پر مهال پرې چاودنه وشوه، دى شهيد شو او مور يې ټپي شوې ده.))

د نوموړي په خبره، چې ټپي مېرمن د درمنلې لپاره روغتون ته انتقال شوې ده.

د يادې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

داوود د پل علم اړوند د پورک سيمې اصلي اوسېدونکى دى او همدلته د سيمه ييزو پوليسو په يوې امنيتي پوسته کې دنده لري.

د معلوماتو له مخې، چې نوموړى له خپل ځاى څخه له هغه وروسته پل علم ښار ته راکډه شو، چې تېر کال د روژې په همدې شپو ورځو کې يې وسله والو کور ور وسوځاوه.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.