ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يوه سرحدي پوليس مېرمن ووژل شوه

د يوه سرحدي پوليس مېرمن ووژل شوه

author avatar
3 Jul 2014 - 14:44
د يوه سرحدي پوليس مېرمن ووژل شوه
author avatar
3 Jul 2014 - 14:44

ميمنه- شبرغان (پژواک ١٢ چنګاښ ٩٣): وسله والو د فارياب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې يوه مېرمن له دې امله وژلې، چې خاوند يې په سرحدي پوليسو کې دنده لري. په جوزجان کې هم يو پوليس افسر وژل شوى دى.

د پښتونکوټ ولسوال عبدالقدير قادري وايي چې وسله وال تېره شپه په غارتپه سيمه کې د دغه سرحدي پوليس کور ته ور ننوتي او د هغه ٢٥ کلنه مېرمن يې پر ډزو وژلې ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، وسله والو مخالفينو دغه مېرمن له دې امله وژلې چې خاوند يې سرحدي پوليس و.

د غارتپې د سرحدي پوليسو قوماندان محمد ظاهر شکمپاره وايي، بريدګر چې کله د ياد پوليس انګړ ته ننوتل، نو مېرمنې او مور يې شور جوړ کړ، مېرمن يې پر ډزو ووژل شوه او بريدګر وتښتېدل.

هغه زياته کړه، چې سرحدي پوليس نوراجان نومېږي او څه موده وړاندې په غارتپه کې له وسله والو مخالفينو سره په جګړه کې ټپي او وروسته په مزارشريف هوايي ډګر کې د المانيانو په روغتون کې له درملنې وروسته کور ته ستون شوى و، چې وسله والو مخالفينو يې پر کور بريد وکړ، خو مېرمن يې ووژل شوه.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ويلو ده، تېر کال هم په همدې سيمه کې يوه ٤٠ کلنه ښځه له دې امله وژل شوې وه او خاوند يې ټپي کړى و، چې پلار يې ځايي مخور و او له دولت سره يې همکاري درلوده.

په يوه بله پېښه کې په جوزجان کې يو پوليس افسر په وسله  وال بريد کې ووژل شو.

دجوزجان د امنيه قوماندانۍ د اپراسيون امر سمونوال عبدالمنان رووفي وويل، چې نن سهار دوو موټر سايکل سپرو د امنيه قوماندانۍ پر  افسر ذبيح الله د جوزجان د مرکز شبرغان په زرګرخانه کلي کې بريد کړى .

هغه زياته کړه، چې د پوليسو افسر په بريد کې وژل شوى او د سولې مشورتي شورا اشپز عبدالوهاب، چې له افسر سره يې خبرې کولې، ټپي شوى دى.

عبدالوهاب، چې په روغتون کې تر درملنې لاندې دى وويل:(( سودا مې واخيسته، له ښاره کور ته را روان وم، د خپل ګاونډي ذبيح الله سره مخامخ شوم، له هغه سره مې جوړ پخير کاوه، چې دوه وسله وال کسان را پيدا شول، ډزې يې را باندې وکړې، نور نه يم پوه شوى.))

پوليسو ددغه بريد پړه پر وسله والو مخالفينواچوي او وايي، چې بريدګر تښتېدلي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.