کابل (پژواک ١٢ چنګاښ ٩٣): د روسيې حکومت وايي، چې د افغانستان په شمال کې د طبيعي پېښو له زيانمنيو شويو کورنيو سره يې بشري مرسته وکړه .
په کابل کې د ياد هېواد د سفارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې مرستو کې ٥٥ لويې خيمې، لس ټنه بوره، ٢٣٤٠٠ قوتيه د غوښې کنسر او ٢٤٠٠٠ قوتيه د ماهي کنسر شامل دي.
سرچينې زياته کړې، ياد توکي د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ١٢مه) د مزار شريف ښار ته لېږدول شوي دي.
د سرچينې په وينا، دا مرستې د افغانستان د کليو د پراختيا او بيارغونې وزارت د استازي او په مزارشريف کې د روسيې جنرال کونسل الکساندر ګولووين په شتون کې، د دې ښار په هوايي ډګر کې اړوندو ادارو ته وسپارل شوې.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن