هرات (پژواک ١٢چنګاښ٩٣): د هرات ولايت په ګلران ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې څلور ماشومان وژل شوي او شپږ تنه ټپيان دي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار نهه بجې د دې ولسوالۍ د ښار اړوند د ماشومانو د لوبو په يوه ميدان کې شوې ده.
احمدي وويل، د لوبو په دغه ميدان کې د وسله والو له لوري يو ماين ځاى پر ځاى شوى و، چې چاودنه يې کړې او ياده مرګ ژوبله يې اړولې ده.
هغه وايي، په ټپيانو کې څو ماشومان هم شامل دي ، چې د درملنې لپاره د ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي، خو د درېيو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
ځايي امنيتي ادارو ويلي ، چې د دې پېښې د څرنګوالي په تړاو يې څېړنې پيل کړې دي.
د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن