کابل (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٣): ولسمشر حامد کرزي په مزار شريف ښار کې د ملکي وګړو وژنه وغندله چې تېره ورځ د يوې چاودنې له امله ووژل شول.
چاودنه تېر ماښام د روژه ماتي پر مهال، روضې مبارکې ته نږدې د يوې مارکېټ مخې ته شوه چې درې ولسي وګړي يې ووژل شول او لس نور يې ټپيان کړل.
د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې د ولسي خلکو وژل په کلکو ټکو غندلى او دا يې نابښونکى عمل بللى.
په خبرپاڼه کې ويل شوي: جمهور رئيس حامد کرزي دغه چاودنه په سختو ټکو وغندله او ويې ویل چې د روژې په مبارکه مياشت کې د عبادت پرمهال د روژه نيوونکو وژنه نابښونکی عمل دی او زموږ د بې ګناه هېوادوالو وينه تويول يو لوی جنايت دی.”
ولسمشر کرزي د پېښې د شهیدانو له کورنیو سره غمرازي ښودلې او ټپیانو ته يې د لوی خدای څخه د سملاسي روغتیا هیله کړې.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن