کندهار-کلات (پژواک ١٤ چنګاښ ٩٣): دولتي مسوولينو په کندهار او زابل ولايتونو کې د دوو پوليسو او ٩ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړى دى.
د زابل حکومتي چارواکي وايي چې په دوو بېلو پېښو کې د دوو سيمه ييزو پوليسو په ګډون څلور تنه وژل شوي او يو بل ټپي دى.
د دغه ولايت د شاه جوى ولسوالۍ ولسوال ملک علي محمد د چنګاښ په ۱۴ مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دواړه پېښې د يادې ولسوالۍ د شوبار په سيمه کې رامنځ ته شوې دي.
نوموړى زياتوي چې تېره ورځ غرمه مهال سيمه ييزو پوليسو په ياده سيمه کې د عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو له يوې ډلې سره درې ساعته نښته کړې ، چې په ترڅ کې يې دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ده په خبره، چې د جګړې پر مهال يو بل وسله وال طالب هم ژوبل شوی، خو پوليسو ته په کې زيان نه دی رسېدلی.
ولسوال وايي چې نن سهار د شوبار په سيمه کې د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
د هغه په وينا، چاودنه شاوخوا اوه بجې د پوليسو پر رينجر موټر، چې د شوبار له سيمې د شاه جوى مرکز ته روان و، شوې چې له امله يې موټر هم زيانمن شوی دی.
وسله والو طالبانو د وروستۍ پېښې پړه منلې خو د د لومړۍ په اړه يې څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې، د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې اوه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون ماښام د يادې ولسوالۍ د بند تيمور په سيمه کې جګړه رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې چې په دې نښته کې اوه وسله وال وژل شوي او وسلې يې هم پوليسو ترلاسه کړې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې پوليسو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
وسله والو په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن