هرات ښار (پژواک ١٤ چنګاښ ٩٣): د هرات ښار د مرکزي جامع جومات په تشنابونو کې ځانمرګى بريد شوى، خو زيان نه لري.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي د چنګاښ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون ناوخته رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې ځانمرګي بريد کوونکي د هرات ښار د مرکزي جامع جومات په تشنابونو کې ځان پټ کړى و او بيا يې همالته ځان ته چاودنه ورکړې ده.
دى وايي چې په دې چاودنه کې يواځې ځانمرګى بريدګر وژل شوى او بل چا ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن